د هرات سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د طالبانو په موټربم برید کې درې تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي وایي، دغه برید د جمعې پر ماښام د زنده جان ولسوالۍ په بازارک سېمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی.
قتالي زیاتوي، د دغه موټربم برید ترڅنګ، د جمعې په شپه طالبانو له دریېو خواوو پر زنده جان ولسوالۍ بریدونه کړي دي، او د څو ساعتونو لپاره د امنیتي سرتېرو سره یې نښته روانه وه.
په همدې حال کې د هرات والي وایي، تېره شپه طالبانو پر چشت، اوبه، ګلران، کوه زور او کشک کهنه والسوالیو هم بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا، په دغو نښتو کې امنیتي سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
له بلې خواد جمعې پر ماښام هرات ښار کې د سړک غاړې پر یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې یو ولسي وګړی ټپي شوی دی.