یوې امنیتي سرچینې طلوعنیوز ته ویلي، دغې چاودنې د ولسي وګړو په ګډون نهه تنه ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه تېره شپه د کابل ښار په شهید څلورلارې کې د شپې څه کم لس بجې شوې ده.
د سرچینې په وینا، دا د ملي امنیت په سرتېرو یو موټربم برید و.
سرچینه زیاتوي، د ملي امنیت سرتېرو د موټرو یو کاروان چې غوښتل یې د ملي امنیت یوه ریاست ته دننه شي په نښه شو.
سرچینه ټینګار کوي، د چاودېدونکو توکو ډک دغه موټر سړک ته نږدې ولاړ و.
د کابل پولیس د دغې چاودنې پخلی کوي، خو په دې تړاو جزییات نه شریکوي.
په همدې حال کې د خواله رسنیو کاروونکي وایي، د دغې چاودنې غږ دومره زورور و، چې د ښار په ډېریو سیمو کې اورېدل شوی.
د پېښې له ځایه رسېدلي انځورونه ښیي، چې چاودنې نږدې ودانیو ته زیانونه اړولي دي.
د طالبانو په ګډون لا تراوسه هیڅ کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په دې اړه مو اندونه