د فراه او بغلان سیمهییز چارواکي وایي، چې تېره شپه د طالبانو په بریدونو کې لس تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو تن بیا ټپي دی.
د فراه والي تاج محمد جاهد وایي، د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو پر یوې پوستې برید کې ۶ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو کس بیا ترې تم دی.
هغه زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه نهه بجې د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې د یوې کندې په کېندلو سره دغې پوستې ته چاودنه ورکړې.
هغه زیاتوي، چې په دغې پوستې پنځه سرتېري ژغورل شوي او ځانونه یې یوې بلې امنیتي پوستې ته رسولي دي.
په همدې حال کې د فراه والي وایي، چې طالبانو تېره شپه د فراه ولایت پر یوې امنیتي پوستې پراخه بریدونه کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو دغه بریدونه په شاتمبول شوي او د نښتو په مهال نږدې ۱۰ تنه وسلهوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو امنیتي سرتېرو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
طالبانو لاتراوسه د دغو بریدونو په تړاو څه نهدي ویلي.
له بلې خوا، په بغلان ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې د یوه قوماندان په ګډون څلور تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د نهرین ولسوال محمد عزیزي وایي، د دغې ولسوالۍ پر ۲۰مې پوځي فرقې د طالبانو یوه برید کې د دغې پوستې د قوماندان په ګډون څلور ساتونکي وژل شوي او څلور تنه نور سرتېري بیا طالبانو له ځانه سره وړي.
هغه زیاته کړې، په دغې نښته کې یو بل ساتونکی بیا ټپي شوی او یو تن بل بیا ژغورل شوی دی.
د نهرین ولسوال وایي، طالبانو د دغو سرتېرو وسلې هم له ځانه سره وړي دي.
د نهرین ۲۰مه فرقه د دغې ولسوالۍ یو له پوځي مرکزونو ده، چې د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه ۹کیلو مټره لېرې ده.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.