Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بغلان او غزني کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختو نښتو دوام

بغلان او غزني ولایتونو کې د دولتي ځواکنو او طالابنو تر منځ سختې نښتې شوي. په ورستیو دوو ورځو نښتو کې د غزني په درېیمه حوزه کې لږ تر لږه ۲۷ سرتېري وژل شوي.

ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دولتي ځواکونو درې پوستې طالبانو لاسته لوېدلې دي.

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني وايي:«که چېرې غزني ته تجهیزات او امکانات ونه رسېږي او هوايي او کومانډويي بریدونه ونه شي، زه فکر کوم چې غزني ښار به سقوط وکړي.»

د غزني ښار د مرکز د آرزو په کلي کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ځايي سرچینو په وینا په غزني ښار کې د څو دولتي پوستو د سقوط تر څنګ په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۷ دولتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
        
د غزني د آرزو کلي اوسېدونکی عبدالمنان وویل:«جګړې ډېرې شدیدې شوې دي. همدا اوس هم جګړه روانه ده او ځينې کورنۍ د دواړو لوریو په کلابندۍ کې دي.»
        
د غزني پر مرکز سربېره د خواجه عمریو، جغتو او خوګیاڼیو پر ولسواليو هم د طالبانو له لوري بریدونه شوي دي.

د  طالبانو له لوري د برکې ولسوالۍ له نیول کېدو وروسته اوس په مرکزي بغلان، دهنه غوري، نهرین ولسوالیو او د پلخمري ښار په څنډو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال عباس توکلي څرګندوي:«د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو په منظور او همدارنګه د دښمن د پلان د شنډولو لپاره د ۳۰۲ پامیر تر نامه لاندې عملیات پیل شوي دي.»

بل خوا د بغلان ځایي چارواکي د ولسي پاڅوانوالو په اډانه کې د طالبانو پر خلاف د جګړې لپاره د سلګونو تنو د وسله  وال کېدو خبره کوي.

په بغلان کې د ولسي پاڅونوالو قومندان فریدون زیاتوي:«خلک چمتو دي چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ وجنګېږي او سرښندنه وکړي.» 
         
خو ملي دفاع وزارت وایي چې په بغلان او غزني کې یې د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پېل کړي دي.
           
د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یاسین ضیا څرګنده کړه:«موږ په دفاعي حالت کې نه یوو او په تعرضي حال تکې یوو او له تېرې ورځې تراوسه په غزني او بغلان کې ډېر ستر تحولات رامنځته شوي دي.»

د بغلان او غزني د وروستیو اوونیو په جګړو کې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي، خو د دغو ولایتونو اوسېدونکي هم خوندي نه دي او په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او د عامه شتمنیو د له منځه تلو خبر ورکوي.
 
بغلان کې هم ځينې پوستې د طالبانو په لاس سقوط شوي خو د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي سلګونه کسان طالبانو سره جګړې ته وسله وال شوي دی.

شریک یي کړئ