Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د دولت عالي شورا د غړو نوملړ تر راتلوونکو دوو ورځو به وروستی شي'

پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان وايي، د دولت د عالي شورا د جوړښت په تړاو کوم نوملړ چې رسنیو ته راوتی ناسم دی او ټاکل شوې ده چې د دغې شورا د غړو نوملړ د دوشنبې په ورځ وروستۍ او خپور شي.

دغه پخوانی جهادي مشر وايي چې د دولت عالي شورا د سولې بهیر د چټکتیا او  د سیاسي ستونزو د حل لپاره یوه اړتیا ده.

هغه زیاته کړه:«په هغه صورت کې چې دغه اجماع رامنځته شي او مقابل لوری - طالبان - هم حتماً مني چې له داسې کسانو سره خبرې اترې ولري او ورته مهال د دغو کسانو پوه او فهم کولای شي چې د دولت د لارښونې لپاره یو ښه لاره پرانیستونکي وي. دا یوه اړتیا ده؛ تر کومه بریده چې زه معلومات لرم، د دغه پلاوي پر ترکیب خبرې روانې دي او هغه جدولونه او نومونه چې رسنیو ته رسېدلي دي، حقیقت نه لري.»

له دې سره سم، ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې ویلي چې، طالبان لا تر اوسه د سولې په خبرو کې جدي نه دي او لا هم له القاعدې سره خپلې اړیکې پالي.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله زیاتوي چې، طالبان به هېڅ کله هم د زور له لارې واک ته ونه رسېږي. 

ولسمشر غني وایي دي:«زموږ لومړیتوب سوله ده، که طالبان د زور له لارې پر سیمو د ولکې پر ټينګولو ټينګار وکړي، نه یوازې دا چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به مخامخ شي بلکې د افغانستان له خلکو سره به هم مخامخ شي. خلک طالبان نه غواړي. له هغو خلکو وپوښتئ چې د طالبانو حکومت یې تجربه کړی دی.»

ښاغلی غني چې یو مهال د ډاکټر عبدالله پخوانی سیال و، وایي چې د جمهوریت لوري مشران د طالبانو پر وړاندې په دریځ کې یو موټي دي.

 بل خوا عبدالله عبدالله د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر ولسمشر غني نیوکه لري او که نه وایي چې:«موږ له یو بل سره په مخالفت کې وو، موږ په ټاکنیزو سیالیو کې د یو بل پر وړاندې جنګېدلي یوو، خو هغه د هېواد ولسمشر دی او اوس موږ له هغه سره مرستې ته چمتو یوو.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعدې سره د اړېکې د پرې کولو په تړاو پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.»

اخوا ولسمشر غني وایي چې امریکا متحده یاالتونه افغانستان یوازې نه پرېږدي بلکې له پوځي حضور پرته به په بیلابیلو برخو کې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې ویلي چې، طالبان لا تر اوسه د سولې په خبرو کې جدي نه دي او لا هم له القاعدې سره خپلې اړیکې پالي.

شریک یي کړئ