Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'که له فساد سره مبارزه وشي له هېواده دفاع ته چمتو یوو'

د ملي اردو یو شمېر پخواني افسران او سرتېري وايي، هر کله چې، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې فساد له منځه یوړل شي؛ نو بیا دوی د هېواد دفاع لپاره چمتو دي.

دوی وايي، په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له شل کلن حضور وروسته اوس افغان ځواکونو د امنیت ساتنې او د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې وړتیا موندلې ده.

عبدالله محمدي د ملي پوځ یو له هغو سرتېرو و چې له طالبانو سره په جګړه کې دوه پښې او یو لاس له لاسه ورکړي دي.
 
هغه وايي چې افغان امنيتي ځواکونه د ترهګرو په وړاندې د جګړې توان لري خو فساد او د سالم مدیریت نشتون په امنیتي بنسټونو کې له مهمو ستونزو څخه دي:«دا چې دغه حال ته رسېدلی یم پښېمانه نه یم؛ خو له دولت څخه ګیله لرم؛ په ځانګړې توګه له دفاع وزارت څخه. موږ ته یې رسېدنه نه ده کړې، زموږ هغه ناچیزه معاش هم په خپل وخت نه راکوي.»

اوس مهال چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پېل شوی دی، د جګړې اصلي پېټی د کومانډو ځواکونو پر اوږدو دی، دغه ځواکونه له طالبانو سره د مقابلې لپاره ولایتونو ته لېږل کېږي.

ځينې دغه سرتېري وايي چې په هر حال کې چمتو دي چې له افغانستانه دفاع وکړي.

کومانډو سید غلام وویل:«تر هغې چې ژوندی یم له خپلې خاورې او وطن څخه دفاع کوم او د خپل هېواد ساتنه کوم.»

که څه هم امریکا متحده ایالتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو په برخه کې خپلې موخې ته رسېدلې دي، خو سي ان ان د استخباراتي اطلاعاتو له مخې رپوټ ورکوي چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې نه شلېدونکې دي او دا ډله القاعدې ته د پناه ورکولو په بدل کې پوځې روزنه ترلاسه کوي.

یوه افغان چارواکي سي ان ان ته ویلي دي چې د القاعده شبکه پر لوېدیځ د برید لپاره یوازې ۱۸ میاشتې وخت لري. خو طالبانو تر دې وړاندې له بهرنیو جنګیالیو سره د اړیکو لرل رد کړي دي.

بل خوا طالبان خبرداری ورکوي چې که امریکا د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته څارونکي اډې جوړې کړې، دغه ډله به جګړې ته دوام ورکړي.
 
د ولسي جرګې غړی ذبیح الله عتیق وايي:«د بېلګې په توګه که چېرې طالبان د پاکستان د پرېکړو پر خلاف منفي غبرګون ولري، هغه پېښه چې له اسلامي حکومت وروسته پر مجاهدینو وشوه او وروسته په اویایمه لسیزه کې وشوه، طالبان هم د مجاهدینو په څېر سره شیندل کېږي.»

طالبان پاکستان ته لارښونه کوي چې ددې ډلې په وینا په افغانستان کې د اشغال د دوام لامل نه شي او کنه دغه کار به د دغه هېواد لپاره لویه بدنامي وي.
 
سي ان ان د استخباراتي اطلاعاتو له مخې رپوټ ورکوي چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې نه شلېدونکې دي او دا ډله القاعدې ته د پناه ورکولو په بدل کې پوځې روزنه ترلاسه کوي.

شریک یي کړئ