د هېواد په څه باندې نیمايي ولایتونو کې له نښتو سره هم مهاله لوی درستيز وايي چې وروستیو جګړو کې څه باندې زر طالبان وژل شوي او همدارنګه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ماتې سره مخ شوي دي.
لوی درستیز یاسین ضا د هېواد په ځینو برخو کې د دولتي ځواکونو د شاتګ په هکله داسې ځواب وايي:«موږ د طریقې له بدلون سره ان شاالله په هغو څلورو ځایونو کې چې ستونزې هم رامنځته شوې دي. ډېر ژر د ټولو ادارو له همکارۍ سره پرې کار روان دی.»
په همدې حال کې د ملي امنیت رییس وايي چې په جګړو کې د طالبانو وروستۍ ماتې دې لامل شوې دي، چې د طالبانو لیکو کې ستونزې پیدا شي.
د ملي امنیت عمومي رییس ضیا سراج وايي:«مرګ ژوبلې د دوی په مشرتابه کې هم د ستونزو یوه برخه جوړه کړې ده، پر ملا یعقوب فشارونه زیات شوي دي د دې لپاره چې نه دي توانېدلي چې په سمه توګه له دغو کسانو استفاده وکړي، د دوی په فکر دا بحثونه دي او دا مسله د دې لامل شوی دی چې دوی د ماشومانو په منځ کې هم جلب و جذب پیل کړي.»
کابل کې د امنیتي چارواکو په ګډې خبري غونډه کې له ښاغلي محب څخه د ځينو رپوټونو په هکله چې ګواکې پاکستان له هغه سره خپلې رسمي اړیکې پرې کړې دي ځواب ورکړ:«له پاکستان سره د اړیکې پرېکون او نه پرېکون دومره اغېزه نه لري، موږ تراوسه له پاکستان سره کومه ښه اړیکه نه ده لرلې.»
خو طالبان بیا دغې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعادوې ردوي.
په دې اړه مو اندونه