Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې اعتراضونه؛ لاریون کوونکي د والي پر لېرې کولو ټينګار کوي

په بدخشان کې د اعتراضونو په دوام، لاریون کوونکي لا هم د دغه ولایت د والي ذکریا سودا پر لېرې کېدو ټنیګار کوي

لاریون کوونکي ګواښ کوي تر هغې چې د بدخشان والي لېرې نه کړل شي، هغوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

روح الله یوه له دغو معترضانو وايي:«د بدخشان د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د فیض اباد ښار اوسېدونکو غوښتنه د امنیت ټینګښت، اوبه او برېښنا ده.»
د بدخشان اوسېدونکو د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۸مه) د هغه څه په اعتراض کط چې د امنیت په تامین د اوبو او برېښنا په برخه کې د حکومت بې پامي ګڼله واټونو ته راووتل. خو څو ساعته وروسته دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې په پایله کې یې پنځه ته ووژل شول او ۴۱ تنه نور ټپيان شول.
 
د دغو ټولو په لړ کې، د بدخشان په فیض اباد ښار کې د اعتراضونو په پنځمه ورځ د حکومت او ولسي جرګې له لوري استول شوي پلاوي په دغه ولایت کې په عادلانه توګه د وروستيو تاوتریخجنو لاریونونو له څېړلو ډاډ ورکوي.

د ولسمشر یو سلاکار عبدالودود ثابت وايي، د معترضینو پر غوښتنو به هم غور وشي:«عبدالت باید تامین شي. هر څوک چې مجرم دیو باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او قانون د هغه په هکله پرېکړه وکړي.»

د دغه پلاوي غړی ضیا یفتلي هم څرګندوي:«دا څوک نه بښي، هېڅ امکان نه لري.»

ورته مهال د بدخشان ځینې اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا کموالی د دې لامل شوی دی چې هغوی په سختیو کې ژوند وکړي.

هغوی له حکومته غواړي چې د دوی د اړتیاو د پوره کولو په برخه کې پاملرنه وکړي. 

د بدخشان ځینې اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا کموالی د دې لامل شوی دی چې هغوی په سختیو کې ژوند وکړي.

شریک یي کړئ