Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو سره د جګړې په پار له حکومته د عطامحمد نور د همکارۍ غوښتنه

عطامحمد نور وايي، که یې حکومت ملاتړ وکړي؛ نو د طالبانو پر وړاندې جګړې ته چمتو دی.

نوموړی زیاتوي، ډېری ولسوالۍ له کومې جګړې پرته طالبانو ته پرېښودل شوي دي او دغه چاره د طالب جنګیالیو د روحیې د غښتلتیا لامل شوې ده.

د نوموړي په وینا، له دولتي ځواکونو سره په همغږۍ د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په موخه د بلخ شورتپې ولسوالۍ ته تللی؛ خو دغه ولسوالۍ هم نن د طالبانو له لوري نیول شوې ده:«د وسله وال پوځ له هوکړې، په خپله والي صاحب، د امنیت رییس، امنیه قومندان او د قول اردو قومندان او ټول مسوولان او د لوا قومندان پرېکړه مو وکړه چې د شور تپې ولسوالۍ د ژغورنې لپاره په لومړي ګام کې حرکت وکړو که څه هم زه د بلخ علاقه من وم.»

عطا محمد نور وايي چې له دفاعي ځواکونو سره په همغږۍ د طالبانو د پرمختګ د مخنيوي لپاره د بلخ شور تپې ولسوالۍ ته تللی دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه ولسوالۍ نن د طالبانو لاس ته ولوېده:«د دې تمه لرو چې پیاوړې مسلکي او نوې پاکوونکې ډله راشي مخکې مو له امنیت شورا سره هم خبرې وکړې له هغوی مو هم غوښتنه وکړه چې لار پرانیستل شي چې موږ په سرعت سره ولسوالۍ ته ځان ورسوو.»

بلخ ۱۴ ولسوالۍ لري او ۸ یې د طالبانو په ولکه کې دي.

دولتي ځواکونه د شورتپې ولسوالۍ په شاوخوا ۱۵ کیلومټرۍ کې د سالنګ تپې په سیمه کې له خنډونو سره مخ کېږي. ژورې کندې، خښ شوي ماینونه او د طالبانو له لوري ډزې د دغو ځواکونو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

دولتي ځواکونه په سړکونو کې د کندو او خښ شویو ماینونو له امله مخ ته نه شي تللی او یوه شپه همدلته پاتې کېږي. د ماین په چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او یو تن بل ټپي شو.
 
ځایي سرچینې وایي چې شور تپه ولسوالۍ له ډېر وخت راهیسې د طالبانو تر فشار لاندې وه چې بالاخره سقوط شوه.

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وايي:«ډېری تجهیزات چې د خماب او قرقین له لارې راغلي وو چې ځينې دغه تجهیزات د ډېر فشار له امله چې د دښمن له خوا و، له منځه تللي خو لا هم هلته فعال تجهیزات شته.»

د بلخ له شورتپې ولسوالۍ تر حیرتان پورې چې د هېواد یو لوی سوداګریز مرکز دی، شاوخوا ۵۰ کیلومټره لار ده. سرچینې وایي چې طالبان هڅه کوي ځانونه حیرتان بندر ته ورسوي.

د هېواد په شمال کې د شپږمې سرحدي لوا قومندان محمد محمدي څرګندوي:«د امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ له موږ سره دي او همدارنګه د تولي قومنداني، نور څو پوستې وې چې سقوط شوې دي.»

د سالنګ تپې په دوه کیلومټرۍ کې د فقیر آباد په کلي کې ولسي ځواکونه له طالبانو سره جګړه کوي چې په ترڅ کې یې پنځه طالب جنګیالي نیسي. خو دغه ځواکونه د اېښودل شویو ماینونو له امله د شورتپې ولسوالۍ مرکز ته نه ځي.

د نوموړي په وینا، له دولتي ځواکونو سره په همغږۍ د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په موخه د بلخ شورتپې ولسوالۍ ته تللی؛ خو دغه ولسوالۍ هم نن د طالبانو له لوري نیول شوې ده.

شریک یي کړئ