په افغانستان کې د روان زېږیز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې څه باندې ۵ زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور له مخې، په دې موده کې په بېلابېلو پېښو کې څه باندې ۱۶۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او څه باندې ۳۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه کمېسیون زیاتوي، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې دغه کچه د تېر کال پر تله ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د ۵۶ سلنې مسوولیت پر طالبانو او د ۱۵ سلنې مسوولیت پر دولتي ځواکونو اچول شوی دی.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل:«د اوسنۍ کشالې د حل لپاره خبرې اترې او مذاکره، اخلاقي او منقطقي لار ده.»
د اېښودل شویو ماینونو چاودنو، توغندیز بریدونه، هوایي بریدونه، مخامخ جګړې، ځانمرګي بریدونه او شپني عملیات په افغانستان کې د تلفاتو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.
ښاغلی نظري په دې هکله زیاتوي:«له طالبانو غواړو چې د افغانستان د خلکو د درد او رنځ له درک کولو سره د معنا لرونکو خبرو اترو مېز ته راستانه شي.»
د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری وايي چې امنیتي ځواکونه په خپلو عملیاتونو کې ډېر دقیق دي:«موږ حتا خپل ځينې پوځي عملیات د دې لپاره چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وا نه وړي په مشخص وخت کې نه ترسره کوو.»
کندهار، هلمند، زابل او ارزګان هغه ولایتونه دي چې په دغو شپږو میاشتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله په کې تر ټولو لوړه وه، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رپوټ ښيي چې په دغو شپږو میاشتو کې د برېښنا ۳۹ ستنې ۱۳۰ پلونه او پچکونه او درې روغتیایي مرکزونه ویجاړ شوي دي.