Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندوز، تخار او بدخشان ولایتو پر مرکزونو د طالبانو پراخ بریدونه

د جوزجان او نیمروز ولایتونو د مرکزونو له نیولو سره هم مهاله، د درېیو ګاونډیو ولایتونو کندوز، تخار او بدخشان په مرکزونو کې له تېرې شپې راهیسې جګړه روانه ده.

په کندوز کې د ځایي چارواکو په وینا، طالبانو د جمعې پر شپه پر کندوز ښار له څو لورو بریدونه وکړل او د هغوی او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه تر سهاره روانه وه.

د شمال زون د کمانډو د دویم کنډک قومندان حاجي محمد وايي:«غوښتل یې چې د زاخېل او خاکني سیمې او درېیمه حوزه وپرځوي.»

د کندوز ولایت سرپرست نجیب‌الله عمرخېل هم وویل:«د طالبانو بریدونه یې په شاوتمبول او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.»

د کندوز د عامې روغتیا ریاست په دې جګړه کې د ولسي وګړو وژل کېدو او ټپي کېدو خبره کوي.

د کندوز عامې روغتیا رییس احسان‌الله فضلي هم څرګندوي:«جګړه لاهم جریان لري. زموږ لپاره په تولیزه توګه ۳۹ ټپيان راوړل شوي او ۱۱ مړي هم راوړل شي دي.»

په داسې حال کې چې څو اوونۍ کېږي د کندوز له ولسوالیو زرګونه کورنیو د دغه ولایت مرکز ته پناه راوړې ده، تازه جګړو د کندوز ښار له ځینو سیمو نورې کورنۍ هم بې ځایه کړې دي.

له دې سره جوخت د بدخشان ولایت پر مرکز فیض آباد ښار هم طالبانو بریدونه کړي دي. د دغه ولایت چارواکي وایي چې افغان ځواکونه په نهو سیمو کې له طالبانو سره پر جګړه بوخت دي.

د بدخشان والي احمد بشیر صمیم وویل:«طالبان څه باندې ۴۰ تنه مړي لري او ټپيان یې هم دي.»

د بدخشان په ګاونډ تخار ولایت کې هم له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، د جمعې پر شپه د تالقان ښار په ځينو برخو کې د سختو جګړو رپوټ ورکړل شوی دی.

په همدې تړاو په کابل کې مېشتو تخاریانو د شنبه په ورځ  یوځل بیا اعتراض وکړ.

د تخار د مدني ټولنې رییس محمد زمان زیاتوي:«موږ په تنګ شوي یوو! له دې ډېر زموږ لپاره چوپتیا، ارامښت، تر زنې لاندې لاس نیول جرم دی، جنایت دی غلطه ده خطا ده.»

د تخار دغو اوسېدونکو څو ورځو وړاندې په کابل کې د پرلت خیمه وهلې وه او تخار ولایت ته یې د مرستندویو ځواکونو پر لېږلو او په دغه ولایت کې د چاڼېزو عملیاتو پر پېلېدو ټينګار وکړ.

دوی ویلي وو چې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب خپل پرلت پای ته رسوي، خو خبرداری یې ورکړی و، که چېرې یې غوښتنو ته پام ونه شي، دا ځل به د حکومت د مشرانو او امنیتي ادارو د چارواکو د کورونو مخې ته اعتراض وکړي.
 
شریک یي کړئ