طالبانو بېګاه (سهشنبه د وږي په ۱۶ مه) سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ټول ۳۳ تنه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سرپرستې کابینې د اعلان پر مهال وویل، دا سرپرست وزیران به د لنډې مودې لپاره وي چې خلکو ته خدمات وړاندې شي او د نورو ادارو سرپرستان به هم ډېر ژر اعلان شي.
په دې کابینه کې ملا محمد حسن اخوند د وزیرانو سرپرست مشر یا سرپرست لومړی وزیر او ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي د ملا حسن مرستیالان معرفي شوي.
له دې سره د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په یوه بیان کې وایي، چې سرپرسته کابینه به ډېر ژر کار پیل کړي.
په بیان کې راغلي چې طالبان به بشري حقونو او د لږکیو حقونو ته ژمن وي.
په بیان کې دا هم راغلي، چې "اسلامي امارت د بشري حقونو، لږکیو حقونو او د محرومو پرګنیو د حقونو پوره کېدو لپاره د اسلام دین په چوکاټ کې کار کوي."
د طالبانو سرپرسته کابینه:
د وزیرانو سرپرست مشر یا سرپرست لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
ملا عبدالغني برادر د سرپرست لومړي وزیر مرستیال
مولوي عبدالسلام حنفي د سرپرست لومړي وزیر مرستیال
مولوي محمد یعقوب مجاهد د دفاع سرپرست وزیر
ملا سراجالدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر
مولوي امیرخان متقي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر
ملا هدایتالله بدري د مالیې سرپرست وزیر
شیخ مولوي نورالله منیر د پوهنې سرپرست وزیر
ملا خیرالله خیرخواه د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر
قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر
شیخ مولوي نورمحمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر
مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې سرپرست وزیر
ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر
ملا محمد یونس اخوندزاده د کلیو پراختیا سرپرست وزیر
شیخ محمد خالد د دعوت او ارشاد او امر بالمعروف او نهي المنکر سرپست وزیر
ملا عبدالمنان عمري د ټولګټو چارو سرپرست وزیر
ملا محمد عیسی اخوند د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر
ملا عبداللطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر
ملا حمیدالله اخوندزاده د هوایي چلن او ټرانسپورټ سرپرست وزیر
مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر
مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو سرپرست وزیر
حاجي خلیلالرحمان حقاني د کډوالو سرپرست وزیر
ملا عبدالحق وثیق د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست
حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک سرپرست
مولوي احمد جان احمدي د چارو د ادارې سرپرست مشر
ملا محمد فاضل مظلوم د دفاع وزارت مرستیال
قاري فصیحالدین د هېواد لوی درستیز
شېرمحمد عباس ستانکزی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
مولوي نورجلال د کورنیو چارو وزارت مرستیال
مولوي ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال
ملا تاج مېر جواد د استخباراتو د عمومي ریاست لومړی مرستیال
ملا رحمت الله نجیب د استخباراتو د ریاست اداري مرستیال
او ملا عبدالحق اخوند د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال معرفي شوی دی.