Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو د اعلان شوې سرپرستې کابینې په وړاندې غبرګونونه

یو شمېر ګوندونه او سیاسي څېرې د طالبانو د نوې اعلان شوې سرپرستې کابینې په وړاندې غبرګون ښودلی او هغه ټول ګډونه نه ګڼي.

طالبانو د سه شنبې په ماښام ۳۳ کیسزه سرپرسته کابینه اعلان کړه، دغه اعلان د هېواد د یو شمېر سیاستوال او سیاسي ګوندونو غبرګونونه راپارولي دی. 

د جمعیت اسلامي د مشرانو په ګډون یو شمېر سیاستوالو، د طالبانو له لورې په اعلان شوې سرپرسته کابینه کې نورو جهتونو ته د ونډې د نه ورکولو له کبله نیوکې کړې دي. 

جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي:«د طالبانو د اعلان شوې کابینې ترکیب دا وښودله چې دا ډله اوس هم له افرطي قومي لیده په افغانستان کې د سیاست او قدرت لپاره تر پخوانیو حاکمانو څو قدمه مخکې ده.»

خو ورته مهال ځینو نورو بیا د اعلان شوې سرپرستې کابینې هرکلی کړی دی. په خپله طالبان هم وايي چې دا یوه سرپرسته او لنډمهالې کابینه ده چې ورو، ورو به مسلکي کسان هم په کې شریک کړل شي.   

یو شمېر عام وګړي هم نیوکه کوي چې طالبانو ګواکې په دې سرپرسته کابینه کې قومي انډول په نظر کې نه دی نیولی.

د کابل اوسېدونکي عبدالرشید وویل:«ټول یې خپل کسان ځای پر ځای کړي، د خلکو له منځه په کې هېڅوک نشته. ټول شموله کابینه هغه وخت کېدلای شي چې د افغانستان له هر قوم څخه خلک په حکومت کې ونډه ولري.»

د کابل بل اوسېدونکی پرویز هم څرګندوي:«که یو دولت منځته راځي ؛نو باید ټول شموله وي، د یو قوم څخه نه وي، تاجک، پښتون، ازبک او ټول باید پکې ونډه ولري.»

د جمعیت ګوند د جلا شوې څانګې مشر عطا محمد نور هم په خپله فېسبوک پاڼه کې د طالبانو له لورې پر اعلان شوې سرپرستې کابینې کلکې نیوکې کړې دي.

هغه لیکي دي:«د طالبانو نوی اعلان شوی حکومت د ټولو حاکمو اصولو او قوانینو خلاف دی. دا حکومت دې ټولو هغو ته چې بوټان یې د نوي حکومت لپاره رنګ کړي و او هغه هېوادونو ته چې د طالبانو ملاتړي دي مبارک وي.»

بل خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د نوي حکومت د اعلان هرکلي کوي او ټینګار یې دا دی چې طالبان باید په ادارو کې ژر تر ژره خلکو ته خدمات پیل کړي.

کابل مېشتی محمود وايي:«هیله مند یم؛ خو تر اوسه دولت خپل کار نه دی پیل کړی، باید ژر تر ژره خپل کار پیل کړي او د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»

د کابل اوسېدونکی محمد رامز هم څرګندوي:«تر اوسه موږ په عمل کې د دوی کوم کار نه دی لیدلی، په دې تېرو ۲۰ ورځو کې ادارې بندې وې او باید بېرته پرانیستل شي، څو د خلکو مشکلا حل شي.»

خو طالبان په اعلان کړې کابينه کې قومي او سیاسي نه انډولي ردوي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي:«زموږه تشکیلات د قوم پر اساس نه دي او نه موږ قومي تجارتونو ته اجازه ورکوو. مخکې چې کومې ډلې دلته پاتې شوې دي هغوی قومي تعصباتو ته لمن وهلې. په افغستان کې دا ذهنیت له ۲۰ او ۴۰ کالونو راپدېخوا پیدا شو چې په قوم باندې حساب کېږي.»

طالبان وایي چې سرپرسته کابینه د اوسنیو حالاتو د مدیریت لپاره جوړه شوې او لنډ مهاله ده چې بدلون په کې راتلای شي. 

د اسلامي جمعیت ګوند له ادرسه صلاح الدین رباني په یوې خبر پاڼه کې دغې کابینې ته په اشارې پر طالبانو قومي انډول ته د نه پام تور لګولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه