د پنجشېر ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، چې که پنجشېر ته غځېدلې لارې بېرته خلاصې نهشي، د دغه ولایت خلک به له لوږې مړه شي.
له پنجشېر نه کابل ته ځینې کډه شوې کورنۍ وایي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتو او برېښنا شبکې او نښلېدونکې لارې بندې دي.
یوه کورنۍ چې ځوان زوی یې د پنجشېر جګړه کې وژل شوی، وایي دغلته د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې دی او خلک اړ شوي چې غرونو ته وخېژي.
د قرباني شوي کس د کورنۍ یوه غړي ښایسته مهربان ویلي:"نښتې ډېرې زیاتې شوې. تر دې حده چې خلک مجبور شول او غرونو ته وختل."
په ورته وخت کې پخوانی جهادي مشر عبدرب رسول سیاف وایي، چې د ملکي خلکو د مال او ځان ساتنه دې وشي.
ښاغلی سیاف وایي په پنجشېر کې دې سملاسي جګړه بنده شي.
بل لوري طالبان وایي، چې د پنجشېر په جګړه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یو غړی انعامالله سمنګانی وایي، چې اوس په پنجشېر کې وضعیت عادي دی.
انعامالله سمنګاني ویلي:"په پنجشېر کې وضعیت نورمال دی. د اسلامي امارت د مجاهدینو په کنټرول کې دی. هغه اوازې حقیقت نه لري چې ګنې ملکي خلک وژل شوي او ځورول شوي."
په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمان حقاني وایي، چې ډېر ژر به د پنجشېر بېځایه شویو سره مرستې وشي.
خلیلالرحمان حقاني ویلي:"موږ کوښښ کوو چې د پنجشېر او نورو ولایتونو کډوالو سره ضروري مرستې وکړو."
که څه هم اوس په پنجشېر کې برېښنا او مخابراتي خدمتونو پرې او لارې بندې دي، خو طالبان وایي چې پرون یې د برېښنا د بېرته وصلېدو او د مخابراتي شبکو د بیا فعالېدو هڅې پیل کړې دي.
په دې اړه مو اندونه