Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د اطلاعاتو او کلتوز وزارت هیلې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت هیله لري چې په دوحه کې د افغان او امریکايي پلاوي ترمنځ ناسته به د واشنګټن له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لامل شي.

دغه بنسټ زیاتوي چې په دغې ناسته کې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د ښه والي او پر دې ټینګار چې په افغانستان کې ټيکاو په سیمې او نړۍ کې ټیکاو دی بحث وکړي.
           
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي:«متعددې مسلې دي چې باید له امریکایانو سره شریکې کړل شي، یو د دوحې د تړون عملي کېدل چې هم د امریکا او هم زموږ لپاره د هغه عملي کېدل ډېر مهم وو. دویم د افغانستان پیسې دي چې امریکایانو بندې کړې دي. درېیم د امریکا او نړۍوالې ټولنې له خوا د افغانستان په رسمیت پېژندل دي، دا ټول هغه موضوعګانې دي چې بحث او خبرې اترې به پرې وشي.»

تر اوسه دواړه لوري د کابل او واشنګټن ترمنځ د همکاریو پر نوي څپرکي، د دوحې د موافقې پر بشپړ عملي کېدو، د افغانستان د مالي شتمنیو پر خلاصون، د افغانستان فضایي حریم ته پر درناوي، د بشري مرستو د رسولو لپاره د زمینې د برابرولو پر دوام او د بشري حقونو د ارزښتونو پر ساتلو بحث کړی دی. په افغانستان کې د ټيکاو اهمیت هغه مسله ده چې د افغانستان پلاوی پرې تمرکز لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي په دې هکله څرګندوي:«موږ له خپلو ټولو ګاونډیانواو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي یوو او غواړي چې خپلې اندېښنې او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړو.» 

د هېواد یو شمېر پخواني ډیپلوماټان د کابل او واشنګټن د پلاویو بیا کتنه د امریکا له لوري افغان حکومت ته امتیاز ورکول ګڼي.

په ناروۍ کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ هم زیاتوي:«دا ځل د دوحې ناسته په حقیقت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخکنیو ناستو دوام دی، خو له دې توپیر سره چې دا ځل په خپله طالبان په افغانستان کې خپل نظام پلی کړی دی.»

خو یو شمېرنور بیا په دې باور دي چې دغه غونډه هغه نوې کړکۍ ده وبه ښيي چې آیا اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل پر رامنځته کېدو بریالي کېږي او که نه.

د افغانستاتن د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي وايي:«د دوحې مذاکرات به څرګنده کړي چې ایا طالبان به د ټوپک د اېښودو او په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ لپاره د قلم پورته کولو او د ټول ګډونه او ټول منلو فکر لري که نه؟»

بل خوا په دوحه کې د اسلامي امارت استازو د قطر د لومړي وزیر له مرستیال محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني او د دغه هېواد د بهرنیوچارو له وزیر سره کتلي دي. له محمد آل ثاني سره په دې کتنه کې د دوستانه اړیکو، د اقتصادي پروژو او ځینو نورو مسایلو په تړاو خبرې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د پلاوي غړي د اروپايي ټولنې د پلاوي له غړو سره هم وګوري.

که څه هم د دواړو لوریو د دغو خبرو  جزیات تر ډېره رسنیو ته نه دي رسیدلي، خو د اطلاعات او کلتور وزارت دغه کتنې د واشنګټن له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه