Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دهند پوهنتونونو ته بریالي شوي زده کړیالان د ویزې ستونزو سره مخ دي

ځينې افغان زده کړیالان چې په دې وروستیو کې د هند ای سي سي ار بورسیو ته بریالي شوي دي وايي چې تحصیلي ویزې یې صادرې شوې نه دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د راپورونو پر بنسټ، سږکال نږدې دوه زره افغان زده کړیالانو د هند بېلابېلو پوهنتونونو ته لاره موندلې ده. چې د دوی ځينو یې تر اوسه په انلاین ډول درس وايي او ځینې نور بیا د هند ویزو ته په تمه دي.

زده کړیال نادر شاه نورزی په دې هکله وايي:«هغه ننګونه چې موږ ورسره مخ یوو دا ده چې کابو ۱۸۰۰ زده کړیال چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو دي، په افغانستان کې خپلو سکالرشیپونو په تمه دي.»

بل زده کړیال جمشید هم زیاتوي:«په ۲۰۲۰ کال کې د اي سي سي ار په بورسیه کې بریالی شوم، خو د کورونا ویروس د ستونزو له امله ونه توانېدم چې خپلو درسونو ته په حضوري توګه دوام ورکړم.»

له بل لوري یو شمېر هغه زده کړیالان چې، د تېر حکومت له رانسکورېدو مخکې له هنده په رخصتۍ راغلي وو؛ دوی هم اوس د هند د ویزې په تمه دي.

منصور ناصري چې، په هند کې د دوکتورا د دویم کال محصل دی وايي، هند د دوی تېرې ویزې باطلې اعلان کړې دي.

ناصري وویل:«د موادو د راغونډولو لپاره افغانستان ته راغلی وم چې تحولات رامنځته شول. زموږ ویزې د هند له لوري باطلې اعلان شوې او اوس په افغانستان کې یم. له بده مرغه هېڅ داسې څرک نه لګېږي چې زموږ د تحصیل راتلوونکی څه ډول کېږي.»

له دې سره سم، د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، دوی بهرنیو هېوادونو ته د زده کړیالانو د تلو خنډ نه دي او په وینا یې بورسیه ورکوونکي هېوادونه باید دوی ته د ویزو ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، دوی بهرنیو هېوادونو ته د زده کړیالانو د تلو خنډ نه دي او په وینا یې بورسیه ورکوونکي هېوادونه باید دوی ته د ویزو ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.

Thumbnail

ځينې افغان زده کړیالان چې په دې وروستیو کې د هند ای سي سي ار بورسیو ته بریالي شوي دي وايي چې تحصیلي ویزې یې صادرې شوې نه دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د راپورونو پر بنسټ، سږکال نږدې دوه زره افغان زده کړیالانو د هند بېلابېلو پوهنتونونو ته لاره موندلې ده. چې د دوی ځينو یې تر اوسه په انلاین ډول درس وايي او ځینې نور بیا د هند ویزو ته په تمه دي.

زده کړیال نادر شاه نورزی په دې هکله وايي:«هغه ننګونه چې موږ ورسره مخ یوو دا ده چې کابو ۱۸۰۰ زده کړیال چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو دي، په افغانستان کې خپلو سکالرشیپونو په تمه دي.»

بل زده کړیال جمشید هم زیاتوي:«په ۲۰۲۰ کال کې د اي سي سي ار په بورسیه کې بریالی شوم، خو د کورونا ویروس د ستونزو له امله ونه توانېدم چې خپلو درسونو ته په حضوري توګه دوام ورکړم.»

له بل لوري یو شمېر هغه زده کړیالان چې، د تېر حکومت له رانسکورېدو مخکې له هنده په رخصتۍ راغلي وو؛ دوی هم اوس د هند د ویزې په تمه دي.

منصور ناصري چې، په هند کې د دوکتورا د دویم کال محصل دی وايي، هند د دوی تېرې ویزې باطلې اعلان کړې دي.

ناصري وویل:«د موادو د راغونډولو لپاره افغانستان ته راغلی وم چې تحولات رامنځته شول. زموږ ویزې د هند له لوري باطلې اعلان شوې او اوس په افغانستان کې یم. له بده مرغه هېڅ داسې څرک نه لګېږي چې زموږ د تحصیل راتلوونکی څه ډول کېږي.»

له دې سره سم، د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، دوی بهرنیو هېوادونو ته د زده کړیالانو د تلو خنډ نه دي او په وینا یې بورسیه ورکوونکي هېوادونه باید دوی ته د ویزو ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه