Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح الله مجاهد د مخکیني حکومت پرځېدل د خلکو په ګټه نه ګڼي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د مخکیني حکومت پرځېدل د افغانستان د خلکو په ګټه نه ګڼي او وايي چې دغه سقوط له هغه څه سره په په تضاد کې رامنځته شو چې پلان یې نیول شوی و.
 
ښاغلي مجاهد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې، په افغانستان کې د اوسني وضعیت ستر لامل په نا څاپي توګه د کابل پرځېدل دي.

د نوموړي په وینا، د سولې خبرو دوام او له تېر حکومت سره د جګړې پر پایته رسېدو په سلا کېدو سره به اوسنی وضعیت ډېر ښه وای:«که چېرې ټول مسایل حل شوي وای، جګړه درېدلې وای، د اوسني وضعیت پرتله به یوه ښه پایله رامنځته شوې وای.»

ښاغلی مجاهد په کابینه کې د بدلونونو له راتلو هم خبر ورکوي او زیاتوي چې، نور هېوادونه نه شي کولای د ټول ګډونه حکومت په پلمه خپل کسان په کابینه کې ځای پر ځای کړي.

هغه زیاته کړه:«هغوی یعنې هېوادونه په شمولیت ټينګار کوي، په داسې حال کې چې په حکومت کې ګډون موجود دی او په کابینه کې له بېلابېلو قومونو څخه حضور لري. که چېرې اشاره کوي چې کسان دې وي دا سمه نه ده.»

په دې ورځو کې د اسلامي امارت ټولې ډيپلوماټيکې هڅې د نړۍ له لوري د دوی د په رسمیت پر پېژندلو ورټولې دي. 

د اسلامي امارت ویاند امریکا له افغانستانه د مادي او معنوي پانګې پر اېستلو تورنوي او باور لري چې، د نړۍ د هېوادونو له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو کې ځنډ هم د امریکا د لاسوهنې له امله دی.

هغه زیاته کړه:«موږ پوهېږو چې د رسمیت پېژندلو مخه چا نیولې ده؛ د امریکا پالیسي ده. په وروستي وخت کې چې وتله هم هڅه یې وکړه چې له افغانستانه یې مادي او معنوي پانګه بهر کړه.»

د اسلامي امارت له سرپرستې کابینې څه باندې یوه نیمه میاشت تېرېږي او له هغې ورځې راهیسې د نړۍ له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو په برخه کې ډيپلوماټيکو هڅو لا تر اوسه کومه ملموسه پایله نه ده ورکړې.

مجاهد می‌گوید که ایالات متحده امریکا مانع به رسمیت شناخته شدن امارت اسلامی از سوی جامعه جهانی شده است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه