نن (سې شنبې د لړم په ۴مه) کابل ښار کې ځينو هېوادوالو په لاریون لاس پورې کړ او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتونکي وشول.
دوی وايي چې کنګل شوې پیسې په اسلامي امارت پورې اړه نه لري، بلکې د افغانستان په خلکو پورې تړاو لري او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان پیسې ازادې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت هم په ځلونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي.
معترض واصل شاه وايي:«امریکا د افغانستان د خلکو پیسې کنګل کړې دي او خراب بشري وضعیت هم له همدې امله رامنځته شوی دی.»
بل معترض آغا ګل هم وویل:«موږ د دې لپاره راغلي یوو چې کنګل شوې پیسې ازادې شي.»
معترضان په افغانستان کې د امریکا او ناټو پر شل کلن حضور هم نیوکه کوي. د دوی په وینا امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي او باید د افغانستان خلکو ته غرامت ورکړي.
معترض مدثر څرګندوي:«جنګي جنایت، د نشه يي توکو کښت او ټولې هغه ستونزې چې په افغانستان کې یې تاسې وینئ د امریکا او ناټو په خاطر دي.»
بل معترض محمد آصف هم زیاتوي:«هغوی جنګي جنایت کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت اعلان وکړ چې اسلامي امارت به د افغانستان بانک د پیسو زیرمو ته لاسرسی ونه لري.
په دې اړه مو اندونه