Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار پاسپورټ امریت کې د کاري ظرفیت کمی

د ننګرهار پاسپورټ امریت وایي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته پاسپورټونه ورکوي، خو هره ورځ له دوو زرو ډېر کسان د پاسپورټ اخېستو لپاره ورځي.

مسوولان د خلکو شکایتونه مني، خو وایي چې د پروسې د چټکېدو لپاره دې خلک نظم په پام کې ونیسي او د دوی سپارښتنې دې ومني.

د ننګرهار پاسپورټ امر نادر ودان وویل: "موږ ته هره ورځ له دوه نیم زرو تر درېیو زرو عریضې راځي نو تر هغو چې د دې عریضو کار نه وي خلاص شوی، موږ نه شو کولی چې د نورو مراجعینو عریضې واخلو."

ننګرهار کې د پاسپورټ اخېستونکي شکایت کوي، چې د پاسپورټ وېش کې ګډوډي ده او کارونه چټک مخې ته نه ځي.

د پاسپورټ یوه اخېستونکي دېدار ساپي ویلي: "ستونزه داده چې مخکې دلته بانک وو، کله چې به مو تعرفه اخېسته پیسې به مو دلته تحویلولې او اړتیا نه وه کابل‌بانک ته لاړ شو."

د پاسپورټ یوې اخېستونکې زرمېنې ویلي: "څو ورځې چې راځم، باور وکړئ چې پښې مو کار پرېږدي، ډېره ګڼه ګوڼه ده."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه