Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د G7 هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د نړۍ اووه پرمختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو «اووه ډلې – G7» د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې د بریټانیا په کوربه‌توب تر سره شوه، د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې-اترې وکړې.

په دې ناسته کې د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان اوسني وضعیت ارزولو تر څنګ ټینګار وکړ چې د نړیوالو همکاریو له لارې په افغانستان کې انساني ناورین ته رسېدنه وشي.

د بريټانیا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې بیانیه کې وايي، د دې ناستې پر مهال ګډونوالو د بشردوستانه مرستو په برابرولو او له اسلامي امارت سره په تعامل هم ټینګار وکړ.

بل‌پلو د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس له افغانستان سره د ۷۵ مېلیونه پونډو د مرستې اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې دا مرستې به د بنسټیزو روغتیايي خدماتو، خوړو او سرپنا برخو کې ولګول شي.

نوموړې وویل: «بریټانیا په ژمي کې د افغانستان لپاره مهمې مرستې برابروي. نن چې کومې مرستې اعلان شوې، کولای شي ډېر خلک وژغوري، له مېرمنو او نجونو ساتنه وکړي او په سیمه کې به له ثبات څخه ملاتړ وکړي. موږ ژمن یوو څه چې په توان کې لرو د افغانستان له خلکو سره به یې وکړو.»

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه چې دا مرستې به د نړیوالو بنسټونو له لوري لګول کېږي او په مستقیم ډول به د طالبانو لاس ته نه‌ لوېږي او په وینا یې دا له ۲۸۶ مېلیونه پونډو څخه هغه مرسته ده چې بریټانیا له افغانستان سره ژمنه کړې وه.

بریټانیا داسې مهال د دې مرستو اعلان کوي چې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري ناورین د ډېرېدو په اړه اندېښنې ښودلي.

د خوړو نړیوال سازمان استازي ډېوېډ بیسلي له افغانستان سره د بریټانیا له مرستو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا مرستې به د ډېرو خلکو لاس ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه