Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر اوکراین د احتمالي برید په هکله روسیې ته د جي ۷ ډلې خبرداری

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د جي ۷ ډلې په یوې بیانیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې ده خبرداری ورکړی دی که چېرې روسیه پر اوکراین برید وکړي، له بدو پایلو او سترو لګښتونو سره به مخ شي.

د رویټرز د رپوټ پربنسټ، د امریکا اطلاعاتي بنسټونو وړاندوینه کړې ده چې شونې ده روسیه د راتلوونکي کال په لومړیو کې له څو جبهو پر اوکراین د برید لپاره پلان جوړونه وکړي.

د جي ۷ ډلې استازو د انګلیس په شمال کې د لېورپور په ښار کې د یوې غونډه کې په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د اوکراین په پولو کې د روسیې د پوځي پیاوړتیا د غندلو لپاره متحد دي او له روسیې غواړي چې له شخړې لاس واخلي.

په دغې بیانیه کې راغلي دي:«روسیه باید شک ونه لري چې پر اوکراین ډېر پوځي تېری به ښې پایلې ونه لري او ستر لګښت به ولري.»

بلخوا کرملین د برید لپاره خپل پلان ردوي او وايي چې لوېدیځ له روسوفوبیا (د روسیې له وېرې سره) ښکېل دی.

مسکو ویلي دي چې د ناټو پراختیا روسیه ګواښي او زیاتوي چې ناټو له هغو ضمانتونو څخه چې په ۱۹۹۱ کال کې د جماهیر شوروي د اتحاد له پاشل کېدو وروسته یې دغه هېواد ته ورکړي دي، سرغړونه کړې ده.

بلخوا په لندن کې د روسیې سفارت د شنبې پر ماښام او د جي ۷ ډلې له ګډې بیانیې مخکې یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کې یې ویلي دي چې د لېورپور غونډې په لړ کې «د روسیې تېري» له عبارته د برېټانیې په ځلونو استفاده کول ګمرا کوونکي دي.

د روسیې د سفارت په بیانیه کې راغلي دي:«روسیې د شخړو د کمښت لپاره ناټو ته بې شمېره وړاندیزونه کړي دي. د جي ۷ ډلې محمع کولای شي د هغوی په هکله د بحث لپاره یوه موکه وي، خو تراوسه مو یوازې له یرغلي شعارونو بل څه نه دي اورېدلي.»
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه