د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
عمران خان نن په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د جمهوریت له پرځېدو مخکې هم نازک و. د هغه په وینا د افغانستان په حکومت کې د «کلونو فساد» له امله، د افغانستان نیمايي خلک تر بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او د دغه هېواد ۷۵ سلنه بودیجه له بهرنیو مرستو تمویلېږي.
خان وویل:«حتا د اګسټ له ۱۵مې نېتې مخکې، د افغانستان نیم نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وو. د کلونو فساد له امله، د افغانستان ۷۵ سلنه بودیجه پر بهرنیو مرستو متکي وه. یو هېواد په داسې وضعیت کې، د اګسټ له ۱۵ مې وروسته، د بهرنیو مرستو له پرې کېدو، د پیسو د بندېدو، د بانکي سیسټم له کاره لوېدل هر هېواد سقوط کوي، په داسې حال کې چې افغانستان ۴۰ کاله ستونزې لیدلې دي.»
د خان دغو څرګندونو ته حامد کرزی چې دوه دورې مخکې د افغانستان ولسمشر و، وايي چې دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او افغانانو ته سپکاوی دی. ښاغلی کرزی وايي چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
په هغې بیانیه کې چې ښاغلي کرزي د دفتر له خوا خپره شوې ده راغالي دي:«د پاکستان حکومت باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په نړۍوالو غونډو کې باید افغانستان په استازیتوب له څرګندونو ډډه وکړي.»
عمران خان همدارنګه ویلي دي چې داعش د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی. هغه ادعا کوي چې داعش د افغانستان له خاورې پر پاکستان څو بریدونه کړي دي.
هغه په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي که چېرې نړۍ له دغه کړکېچه د وتلو لپاره اقدام ونه کړي، دا هېواد به له ستر انساني ناورین سره به مخ شي.
خان زیاتوي:«داعش د افغانستان له پولې پر پاکستان څو بریدونه اجرا کړي دي.» د هغه په وینا، له دا ډول ګواښونو سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې سولې او ټيکاو ته اړتیا ده.
ښآغلي کرزي د عمران خان دغو څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی او وايي چې د داعش خطر د پاکستان له خاورې افغانستان ګواښي، نه له افغانستانه پاکستان.
کرزی وايي:«دا څرګندونې واقعیت نه لري او د افغانستان په وړاندې په څرګنده تبلیغ دی. په واقعیت کې، له هماغه لومړیو د داعش ګواښ له پاکستانه افغانستان ته متوجه و.»
عمران خان د خپلو څرګندونو په بلې برخه کې افغانستان کې اقتصادي او بشري ستونزو ته په نغوتې ویلي دي، هغه هېواد چې د خپلو کارکوونکو معاش نه شي ورکولای، هغه به سقوط وکړي. هغه له نړۍوالې ټولنې او امریکا وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي.
کرزی وايي چې پاکستان دې د لاسوهنې پر ځای باید له افغانستان سره دوستانه اړیکې ولري.
په دې اړه مو اندونه