Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې دفتر پرانیست

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د خپل دفتر د پرانېستلو اعلان وکړ او زیاته کړې یې ده چې دا دفتر به له افغانستان سره د دې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري.

د اسلامي همکاریو سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، محمد سعید العیاش د دې دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

دې سازمان ویلي: «د اسلامي همکاریو سازمان د کابل دفتر به په افغانستان کې خپل بشري فعالیتونه او له نړیوالو شریکانو سره همغږي کوي.»

د اسلامي همکاریو سازمان زیاته کړې، د دې دفتر لپاره به اړین کارکوونکي او اسانتیاوې برابرې کړي. دې سازمان ویلي، د دې دفتر جوړول په پاکستان کې د افغانستان په اړه د دې سازمان په ځانګړې غونډه کې د شویو ژمنو د پلي کولو لپاره د دې سازمان د هڅو یوه برخه ده.

تېر زېږدیز کال اسلامي هېوادونو د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د دې سازمان ځانګړې غونډې پر مهال ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به بشري ناورین ته د رسېدو په موخه یو صندوق جوړوي.

په وروستیو کې پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی و چې د پاکستان حکومت له دولتي بانکه غوښتي وو چې د افغانستان لپاره یو صندوق جوړ کړي، خو دې دولتي بانک د پاکستان د حکومت له پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه