په کابل کې یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې له ځنډه شکایت کوي او وايي، له دوو میاشتو په لږه موده کې په پلازمېنه کې درې ځله د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډول شوی او په وینا یې په انلاین ډول هم د پاسپورټونو د اخیستلو لپاره نوملیکنه نهشي کولای.
د سمیې په نوم یو پاسپورټ اخېستونکې وايي: «یوه میاشت کېږي چې موږ ځو او راځو، خو ځواب نه راکول کېږي.»
د غلام حسین رسولي په نوم یو بل پاسپورټ اخېستونکی وايي: «څو ورځې وشوې چې دلته راځو، موږ ته وايي، تر اوسه رسمیات نهدي پیل شوي. بایومټريک نهکوي، زه خپله ناروغ یم.»
ورته مهال د پاسپورټ عمومي ریاست په دې ریاست کې تخنیکي ستونزې د انلاین نوملیکنې د درېدو اصلي لامل ګڼي.
د پاسپورټ عمومي رییس عالم گل حقاني په دې اړه وايي: «موږ اوس په معلوماتي ټکنالوژي برخه کې ځینې تخنیکي ستونزې لرو. موږ پرې کار کوو.»
بل پلو د پاسپورټ عمومي ریاست نږدې درې اوونۍ وړاندې د امنیتي تدابیرو نشتوالي له کبله د پاسپورټونو وېش د دویم ځل لپاره وځنډاوه، خو لا هم معلومه نهده چې څه کله به دا پروسه له سره پیل شي؟
د پاسپورټ عمومي رییس عالم گل حقاني په دې اړه وویل: «کله چې دا تخنیکي ستونزې حل شي، موږ د پاسپورټ ریاست فعالیتونه پیلوو.»
دا په داسې حال کې ده چې له کابل پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش ادامه لري او د پاسپورټ عمومي ریاست مرکزي دفتر یوازې ناروغانو او هغو کسانو ته چې بېړني سفرونه لري، پاسپورټونه ورکوي.
په دې اړه مو اندونه