Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې د اومېکرون خپرېدو له کبله خپل واده لغوه کړ

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسېنډا ارډرن نن (یک‌شنبه) په خپل هېواد کې د کرونا نوې بڼې «اومېکرون» د خپرېدو له کبله د خپل واده مراسم لغوه کړل.

ارډرن په همدې اړه خبریالانو ته وویل: «زما د واده مراسم به تر سره نه‌شي. زه په دې سره غواړم د ډېرو نورو نیوزیلنډیانو سره یو ځای شم چې د دې وبا پر مهال یې دا ډول تجربه لېدلې ده.»

بل‌پلو اسوشیتېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د نیوزیلنډ حکومت په دې هېواد کې د کرونا وایروس خپرېدو د مخنیوي په موخه تازه لګول شوي محدودیتونه هم عملي کوي.

اسوشیټېډ پرېس د روغتیايي چارواکو له قوله په یوه کورنۍ کې په اومېکرون د نهو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی دی. د دې کورنۍ غړیو تېره اوونۍ د واده او جنازې په مراسمو کې د ګډون تر څنګ د دې هېواد اوکلند ښار یوه تفریحي پارک ته سفر هم کړی و.

ارډرن زیاته کړې، تازه لګول شوي محدودیتونه به ډېر سخت نه‌وي. د هغې په وینا، کاروبار به نه بندېږي او خلک هم کولای شي په ټول هېواد کې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره د لېدنې په موخه تګ-راتګ وکړي.

همداراز، د نیوزیلنډ حکومت د کرونا ضد محدودیتونو د عملي کولو لپاره په سر پټي ځای کې له ماسک سره له ۱۰۰ د ډېرو کسانو او له ماسک او واکسین پرته په یو ځای کې د ۲۵ کسانو غونډېدل منع کړي دي.

د دې هېواد حکومت به د ماسک کارول او دا محدودیتونه د دوشنبې له ورځې عملي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه