Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ودې په هکله د برېټانیا خبرداری

د برېټانیې د کورني استخبارات رییس په دې وروستیو کې له (ډيلي مېل) ورځپاڼې سره په مرکه کې یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې په هکله خبرداری ورکړی دی.

دغه برېټانوي چارواکي ویلي چې برېټانوي افراط پال هڅه کوي چې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د برېټانیې د کورنیو استخباراتو رییس افغانستان د ترهګرو ډلو د ودې لپاره مناسب بستر ګڼلی دی. او وايي چې، اوسني وضعیت په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو لپاره د جلب و جذب زمینه برابره کړې او دغه چاره بیا د لوېدیځوالو پر وړاندې د ګواښونو کچه لوړوي.

د برېټانیا د کورني استخباراتو رییس کېن مېکالم وايي:«زموږ استخباراتي معلومات د دې ښودنه کوي چې، په افغانستان کې ترهګرې ډلې د رامنځته کېدو په درشل کې دي او ځينې ګومارل شوي کسان له دغو ډلو سره د یو ځای کېدو لپاره افغانستان ته ځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت تل ټینګار کړی دی هېڅ ترهګره ډله نه شي کولای چې له افغانستانه نور هېوادونه وګواښي.

د سیاسي چارو شنوونکی حبیب هوتکي وايي:«دا معلومات غلط دي؛ دا افکار غلط دي؛ هڅه کوي چې د افغانستان په هکله د نړۍوالو افکارو ته زیان ورسوي او اسلامي امارت باید د دغو تبلیغاتو مخه په جدي توګه ونیسي.»

دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې، تر دې مخکې ګاردین ورځپاڼې په افغانستان کې له داعش سره د اړیکو لرلو په تور د دوو بریټانیایانو له نیول کېدو خبر ورکړی وو. دغه دوه بهرنیان د ازبیکستان له لارې افغانستان ته راغلي وو او په حیرتان بندر کې نیول شوي وو.

په دې اړه مو له پر له پسې اړیکو سره سره د اوسني سرپرست حکومت نظر ترلاسه نه شوی کړای؛ خو حکومت ته ځينو نږدې کسانو دغه راپور بې بنسټه بللی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالحق حماد څرګندوي:«اسلامي امارت د افغانستان په خاوره کې هېچا ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي او باور لرم چې دا یو تبلیغاتي فشار دی.»

له دې سره سم، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په کتنه کې په افغانستان کې د ترهګرو د ودې په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستۍ څرګندونې مغرضانه څرګندونې بللي دي.

د امیرخان متقي په خبره، دغه ډول څرګندونې په افغانستان کې داعش لپاره یو ډول کمپاین دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدحافظ تکل وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي دا ډول څرګندونې د خلکو په منځ کې اندېښنې زیاتوي.»

په دې وروستیو کې نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لویدیځوالو په افغانستان کې د ترهګرو د بیا منظم کېدو او ودې په تړاو اندېښنې څرګندې کړي او همداراز یې داعش او القاعده لوی ګواښونه بللي؛ خو کابل بیا تل دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه