Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بریټانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې رییس څرګندونو غبرګونونه راپارولي

په کابل کې د بریټانیا د سفارت د پرانیستلو په اړه د یاد هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې د رییس څرګندونې په‌دې هېواد کې له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د بریټانیا لومړی وزیر په دغو څرګندونو په نیوکې سره وايي، له رژیمونو سره خبرې اترې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا نه‌دي.

ریشي سوناک وايي: «موږ به بیا هم په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو خپل غږونه پورته کړو. په افغانستان کې له زده‌کړو د ښځو منع کېدل هم د بشري حقونو نقض دی او دا داسې مساله ده چې موږ یې په اړه پخوا هم خبرې کړې دي. موږ د بشري حقونو د نقض په تړاو له رژيمونو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوو. دغه خبرې اترې په‌دې مانا نه‌دي چې موږ هغه رژیمونه مشروع ګڼو او یا هم د هغوی چارې تاییدوو.»

له دې سره سم، د بریټانیا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رییس له یوې رسنۍ په مرکه کې یو ځل بیا ویلي، د افغانستان له ۴۰ مېلیونه نفوس سره د مرستو لپاره باید د افغانستان له حکومت سره تعامل وشي او دا غوره ده چې په کابل کې د بریتانیا سفارت بیا پرانېستل شي.

د هغه په باور امریکا به هم په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.

د بریټانیا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رییس تابایس ایلووډ وايي: «موږ په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې کومه تګلاره چې لرو چندانې کار نه‌کوي. موږ په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان پرېښود او اوس تر ټولو ساده کار چې کولای شو تر سره یې کړو دا دی چې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانېزو. هماغه ډول چې، امریکا به هم په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.»

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په کابل کې د امریکا د سفارت د پرانېستنې مساله ردوي.

میټیو میلر وايي: «زه یوازې غواړم د تاسو د پوښتنې د لومړۍ برخې په اړه ووایم، نه! موږ په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې خپل سفارت نه پرانیزو. موږ د خپلو نورو شریکانو او متحدینو په څېر د ځينو مسایلو په تړاو له طالبانو سره د خبرو او تعامل په حال کې یوو.»

پخوانی ډېپلوماټ غزیز معارج وايي: «د زبرځواکونو په تېره د امریکا او بریټانیا د سفارتونو پرانیستل له نورې نړۍ سره اړیکې ښې کوي او نور هېوادونه هم ورته هڅول کېږي.»

تر دې مخکې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي وو چې په افغانستان کې د چین،  ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، هند، ترکیې، قطر او د متحده عربي اماراتو سفارتونه خلاص دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه