Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شپې ټولګیو محصلانې د پوهنتون د مسوولانو له نوې طرحې شکایت لري

په سړو ولایتونو کې د پوهنتونونو د درسونو له پېلېدو دوه اوونۍ وروسته، په کابل پوهنتون کې د شپې ټولګیو محصلانې د پوهنتون د مسوولانو له دې طرحه ناخوښه دي، چې په درسي ټولګیو کې دې د ګډون پرځای تر ډېره په خپله له ځان سره درسونه تعقیب کړي.

 فروزان چې د انګلیسي ادبیاتو د پوهنځي د شپې ټولګي محصله ده، وایي چې تر اوسه دوی ته په شپې ټولګیو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د انګلیسي ادبیاتو د پوهنځي محصله فروزان افضلي وايي:«د شپې درس وایم د شپې په ټایم کې. او اوس موږ استاد نه لرو او موږ یې د شپې ټایم ته تبدیل کړي یوو. د دې سربېره چې تبدیل کړي یوو ویلي یې دي چې خپل فیس ورکړئ، په داسې صورت کې موږ چې فیس ور کواه فول ټایم مو کار کاوه او د ورځې موږ کولای شول کار وکړو او د شپې له خوا مو کار کاوه.»

د دغه پوهنتون یو شمېر نور محصلان د استادانو له کموالي او د ځینو استادانو د تجربې له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د ښوونیز بهیر له پېلېدو راهیسې يې تر ډېره درسي ساعتونه د استادانو له حضور پرته تېر کړي دي.

د اقتصاد پوهنځي محصل فیاض رسولي څرګندوي:«زموږ درسونه ډېر په پڅه توګه مخته ځي او یوازې درې لومړۍ اوونۍ مو په معرفۍ کې تېرې شوې. نه پوهېږم چې دوه نورې اوونۍ به څه ډول وي.»

لکه څنګه چې لیدل کېږي، ستونزې یوازې د کابل په پوهنتون کې نه دي، بلکې د پروان په دولتي پوهنتون کې هم محصلان د دغه پوهنتون له درسي پلانه ناراضه دي.

د پروان پوهنتون محصل فیاض فراندیش وویل:«د اوونۍ په لومړنیو درې ورځو کې نجونې او په درې وروستیو ورځو کې هلکان پوهنتون ته ځي.»

د پروان پوهنتون بل محصل احمدالله محمدي هم څرګندوي:«که چېرې دغه طرحه د اوږدمهال لپاره تطبیق شي، د زده کړیالانو د زړه توروالي او ستومانتیا لامل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د دولتي پوهنتونونو د ماسټرۍ درسي پروګرام معمولاً د شپې په ټولګیو کې ترسره کېږي. خو ظاهراً د شته ستونزو په دوام سره به محصلانې له دغه پروګرام نه هم بې برخې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه