Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اور وژنې ریاست کابل او مزارشریف کې څلور پرمختللي موټر فعال کړل

طبعي پښو ته د رسېدنې ریاست او د اطفایې ادارې په کابل او مزارشریف کې د اور وژنې څلور پرمختللي موټر فعال کړي دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه موټر د تېر حکومت پر مهال له ازبیکستان څخه پېرل شوي، چې د هر یوه قیمت یې یونیم مېلیونه ډالره دی.

د دغې ریاست مسولین وایي چې د اور وژنې څانګې په تېرو اتو میاشتو کې له ۳۰۰ څخه زیات د اورلګېدنې پېښو ته رسېدنه کړې ده.
     
پېښو ته د رسېدنې او اطفایې رییس نور الله انصار وايي:«هغه موټر چې تاسو وویل چې بیه یې ډېره لوړه ده، د افغانستان په کچه له دې څلور عراده لرو، او دا د تېر حکومت له خوا پېرل شوي دي. دا د افغانستان د ملت مال دی.»

بل خوا د دې ادارې یو شمېر کارګران د خپلو معاشونو له کمېدو شکایت کوي.

د اوروژنې د ادارې کارکوونکی محمد اسلام وویل:«معاشونه لږ کم شوي دي، په دې ګران بیۍ کې په بازار کې هر څه لوړ دي، نو زموږ هیله دا ده چې زموږ معاشونه بېرته عادي حالت ته راولي.»
    
د اوروژنې ادارې بل کارکوونکی قیس هم څرګندوي:«هیله لرو چې زموږ معاشونو کې هم بدلون راشي.» 

په دې لړ کې د کابل د اطفایې عمومي مدیر وایي، چې په وروستیو میاشتو کې دغې ادارې د اور لګېدنو په مهارلو کې فعال رول لرلی او تر اوسه یې د اورلګېدنې ۳۰۰ پېښې کابو کړې دي.
    
د کابل د اطفایې عمومي مدیر فرید الله کابل یار څرګندوي:«په دغو ۳۲۰ وظیفو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي، په ډېرو ساحو کې زموږ پرسونل تقدیر شوی هم ده، »
      
د اوروژنې د ادارې کارکوونکی عزیز الله خیرخواه وویل :«له کابل ښاریانو څخه زموږ هیله او غوښتنه دا ده، موږ چې له یوې سترې ننګونې او ستونزې سره مخ یوو دا ده چې چلوونکي موږ ته سړک نه خلاصوي.»

پېښو ته د رسېدنې او اطفایې ریاست مسوولان وایي،چې د دې ادارې د کارکوونکو شمېر تر دوه زرو یات دی او د اور وژنې شاوخوا دوه  سوو دېرش موټر لري.

پېښو ته د رسېدنې ریاست وایي، چې د اوروژنې هغه څلور موټر یې فعاله کړي دي،چې له ازبیکستانه پېرل شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه