Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو زده کړیالان په بې مخینې توګه کم شوي

د ځينو خصوصي پوهنتونونو چارواکي ادعا کوي چې په وروستیو څو میاشتو کې زده کړیالان یې په بې مخینې توګه کم شوي دي. دوی وايي چې ډېری زده کړیالان د اقتصادي ننګونو له امله خپلې زده کړې په نیمايي کې پرېښې دي.

د یوه خصوصي پوهنتون مسوول سید رحیم هاشمي وايي:«د ۱۴۰۱ کال په کانکور په لومړۍ ازموینه کې ۵۷ زده کړیالانو او په دویم امتحان کې ۱۷ زده کړیالانو ګډون کړی وو چې په نوي کال کې مجموعاً ۷۰ تنه زده کړیالان لرو، که چېرې له تېر کال سره پرتله یې کړو خپل ۹۰ سلنه زده کړیالان مو له لاسه ورکړي دي.»

د یوه بل خصوصي پوهنتون مسوول محمد سالم حمیدي هم څرګندوي:«په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړیالانو د کمېدو اصلي دلیلونه، وروستي مهاجرتونه، په ټولنه کې اقتصادي ستونزېو او بې وزلو زده کړیالانو د کورنیو او بهرنیو موسسو نه ملاتړ دی.»

د خصوصي پوهنتونونو د مسوولانو په وینا، د دغو پوهنتونونو درسي ټولګي خپله پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه لري او لږ شمېر محصلان په ټولګيو کې حضور لري.

 د دوی په وینا یو شمېر محصلانو د ځینو ستونزو له امله خپلې لوړې زده کړې پرېښې دي.
 
زده کړیال حسیب ستاري څرګندوي:«فکر مې کاوه چې زموږ د هېواد راتلوونکی به روښانه وي او د خپل هېواد لپاره د خدمت جوګه شوو، خو له بده مرغه د نظام له سقوط سره اړ شوو کډوالو وکړو او د هېواد پرېښودل د زده کړو د پرېښودو پیل شو.»

بله زده کړیاله زیبا هم وايي:«زموږ یو شمېر ټولګي والو زده کړې پرېښودې؛ ځينې یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د فیس ورکولو وس نه لري، او ډېری یې خپل راتلوونکی نامعلومه ویني او ځينې نور هم امنیتي ستونزې لري چې نه شي کولای بهر شي.»

خو د لوړو زده کړو وزارت د دغو خبرو په ردولو سره وایي چې په خصوصي پوهنتونونو کې ښوونیز بهیر په عادي توګه روان دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالد داد احمد تقي وویل:«د معلوماتو پربنسټ د خصوصي پوهنتونونو درسي بهیر په عادي توګه روان دی یو ډېر شمېر یې زیات محصلان هم جذب کړي دي او ځینې پوهنتونونه به تړل شوي وي هغوی خپلې ستونزې لرلې دي.»

د لوړو زده کړو زارت د مسوولانو په وینا، په هېواد کې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه فعالیت لري چې محصلان په کې په بېلابېلو پوهنځیو کې زده کړې کوي.

 د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر مسوولان وایي،چې په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو شمېر کم شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه