د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن په افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښمن دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا اوسني حکومت چې د زدهکړو په اړه له نړیوالې ټولنې سره کومه ژمنه کړې وه هغه یې عملې نهکړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د دې هېواد په سنا مجلس کې پر هغه څه چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو محدودېدل ګڼي نیوکه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن وايي: «په ټولنه کې د ښځو د غیابت تر شا ډېر داسې لاملونه شته چې ښايي ځينې ووايي، د افغانستان ښځې اوس په سوله او سوکالۍ کې دي او هغه څه چې پهدې وروستیو کې طالبانو ویلي وو او له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنې کړې وې چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به د دې اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو لا تر اوسه یې دغه کار نهدی کړی او دا په جدي توګه اندېښمنونکې ده.»
له دې سره سم، د امریکا د سنا غونډې ځینو غړو هم له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو پر وېستنې له نیوکې سربېره وویل، اوس باید په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته رسېدنه وشي.
ورته مهال انتوني بلینکن د امریکا په سنا مجلس کې د وینا پر مهال پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټې رییس گرگوري ولډون میکس وايي: «موږ باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وېستنې وروسته رامنځته شوې ننګونې هیرې نهکړو. له دې هېواده وتل او د جګړې پایته رسېدل ډېرې پوښتنې راولاړې کړې لکه موږ له شلو کلو جګړې وروسته څنګه پر مخ ولاړ شو او د افغان ولس او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو وضعیت ته د رسېدنې لپاره څه کارونه باید وکړو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې پر جدي مبارزې هم ټينګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن وايي: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو مخنیوی طالبانو پورې اړوند دی او دا د طالبانو کار دی چې څنګه د داعش د فعالیتونو مخنیوی کوي او څنګه هغه سیمې اداره کوي چې، داعش پکې فعالیت کوي.»
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي وو، د افغان نجونو پر زدهکړو محدودیت به د افغانستان راتلونکی تضعیف کړي او له اوسني سرپرست حکومته یې غوښتي وو چې د افغانستان د مشرانو او دیني عالمانو غوښتنې ته پام وکړي او ورسره د نجونو پاتې ښوونځي پرانیزي.
په دې اړه مو اندونه