Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښوونځيو ته د نجونو د تګ لپاره د دین عالمانو د مشورتي غونډې جوړېدل

له شپږم ټولګي د پورته ښځينه زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو په لړ کې د  پوهنې وزارت په دې تړاو د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

د پوهنې وزارت وایي، ټاکل شوې ده، د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانیستلو د څرنګوالي په تړاو په راروانو نږدې ورځو کې په کابل کې د هېواد د دیني عالمانو مشورتي غونډه جوړه شي.
    
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وویل:«له یوې نیمې میاشتې راهیسې د دغې موضوع په هکله غونډې روانې دي او څو ورځې مخکې، د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني هم وویل چې په دې هکله د دیني عالمانو غونډه لري. تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم په نږدې راتلوونکي کې د هېواد دیني عالمان پر دغې موضوع غونډه ري او په دې هکله به حبرې وکړي او یوه مناسبه حل لار به پیدا کړي.»

د ښاغلي ریان په وینا، اوس مهال د ښوونکو، د ښوونځيو د ودانیو او درسي کتابونو له کموالي سره مخ دي. نوموړی وایي، په افغانستان کې ۲۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري:«کابو ۲۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او اړتیا ده چې د دغو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړل شي.»

بل خوا زده کوونکې او ښوونکې په هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو د ستونزې اوږدېدل د هېواد په ګټه نه بولي او دا کار د زده کوونکو د ښوونیز بهیر ځنډېدل ګني.
 
ښوونکې خالده حبیبي وايي:«اته میاشتې کېږي چې له زده کړو، تعلیم او تحصیل پاتې یوو؛ له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې هیله ده ښوونځي ژر تر ژره پرانیزئ او ښوونه او روزنه مه سیاسي کوئ.»
  
تېره اوونۍ د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني په خوست ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان دیني عالمان به په نږدې راتلونکي کې ښوونځيو ته د نجونو د تګ د اجازې په تړاو یوه غونډه وکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه