Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت واګي په خپل واک کې کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې له ورځې راهیسې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو واګي په خپل ولکه کې کړي دي.

دغه اقدام تر هغې وروسته چې د روان زیږدیز کال د مارچ په شپاړسمه په امریکا کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو فعالیت ودرول شو.

د رپوټونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې تر بلې خبرتیا پورې له رسمي اجازې پرته هېڅوک د افغانستان ډيپلوماټيکو ځایونو ته نه ورپرېښودل کېږي.

په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالهادی نجرابي وايي:«د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت او کونسلګریو فعالیتونه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۶مه د هغوی د شتمنیو ساتنې په پار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږدول شول. همدارنګه زموږ او سفارت د ټولو همکارانو او د کونسلګریو د دوو استازو ډپيلوماټيک خوندیتوب هم د اپرېل په پنځه نېټه لغوه شو.»

پخوانی ډيپلوماټ سید نورالله راغي هم وویل:«سیاسي استازولۍ او کونسلګرۍ د طالبانو په واک کې نه وې او دغه تړل کېدل طالبانو ته د شینه څراغ ښودل بلل کېږي، خو طالبانو له خپلو منفي او سخت دریځیو سره په ځانګړې توګه د تعلیم او زده کړو په برخه کې، دا موکه او چانس یې له لاسه ورکړ.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي چې کابل غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره رسمي او ډيپلوماټیکې اړیکې ولري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اسلامي امارت غواړي چې له ټولو هېوادونو سره ډپيلوماټیکې اړیکې جوړې کړي او دا یوازینۍ لار ده چې د ملتونو پیوستون رامنځته کوي او ستونزې له دې لارې حل کېږي او دا مشخص مورد چې تاسو یې یادونه وکړه تراوسه موږ ته څه نه دي ویل شوي او معلومات نه دي رارسېدلي.»

بل خوا هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی، چې دغه هېواد په افغانستان کې د خپل سفارت بېرته پرانیستل ارزوي.
 
انډین اکسپرس روځپاڼې لیکلي دي:«هند افغانستان ته د جګپوړو ډيپلوماټانو له استولو پرته په دغه هېواد کې د خپل سفارت د پرانېستلو د امکانات د ارزولو په حال کې دی. انډين اکسپرس موندلې ده چې د هند امنیتي چارواکو په فبروري میاشت کې د وضعیت د ارزولو په موخه کابل ته سفر کړی دی. د سفارت د پرانېستلو په پروګرام کې په لوړه کچه د ډيپلوماټانو استول شامل نه دي او د دغه هېواد د سفارت د کارکوونکو کار به احتمالاً یوازې د کونسلي خدمتونو پراختیا وي او دا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنی نه ده.»

د نړۍوالو چارو شنونکی مهدي عارفي څرګندوي:«هند هڅه کوي چې دافغانستان د تحولاتو صحنه په بشپړه توګه خپلو سیالانو په ځانګړې توګه چین او پاکستان ته پرې نه ږدي او د خپل له حضور پرته د ښه لوبېدو لپاره د هغو دوو هېوادونو لپاره زمینه برابر نه کړي.»

له افغانستانه د امریکا او د دغه هېواد د متحدو هېوادونو د ځواکونو له وتلو وروسته واشنګټن په کابل کې خپل سفارت وتاړه او اوس مهال خپل ډيپلوماټيک ماموریت د کابل پر ځای له قطرنه مخته بیایي.

د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته، پاکستان ایران، روسیې، قطر، کاناډا او ترکیه هغه هېوادونه دي چې په کابل کې یې خپل سفارتونه نه دي تړلي، له دې منځه پاکستان،قطر، روسیه او ایران په کابل کې سیاسي او ډيپلوماټیک فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه