Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا سره د نړۍ د تعامل د پيل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد عبدالرحمان ال ثاني له نړۍ غوښتي دي چې په افغانستان کې د کړکېج د پراختیا د مخنیوي لپاره د دغه هېواد له نوي حکومت سره تعامل وکړي.

د قطر بهرنیو چارو وزیر له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل د نه کولو له امله خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، پر طالبانو د بندیزونو دوام به افغانستان د سخت دریځۍ لمن ته ورګوزار کړي.

 د قطر بهرنیو چارو وزیر عبد الرحمان آل ثاني ویلي دي:«موږ به د سخت دریځۍ شاهدان واوسو. موږ به د یوه اقتصادي کړکېج شاهدان هم واوسو چې مخکې پیل شوې ده او دا به خلک رادیکالیزم او نورو نښتو ته وکاږي. دا هغه څه دي چې، موږ هڅې کوي له هغې ډډه وکړو.»

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی مهدي افضلي په دې هکله وايي:«په افغانستان کې به اقتصادي کړکېچ په هېواد کې د سیاسي او نظامي ځواک د ستنو د کمزورېدو لامل کېږي، د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي لامل کېږي او په پای کې به د افغانستان د کمزورتیا او د پاشل کېدو لامل شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی جاوېد سنګدل څرګندوي:«نړۍ او سیاسي ځواکونه هڅه کوي چې خپلې سیاسي ګټې په افغانستان کې وویني، چې دا کولای شي دواړه لوري سخت زیانمن کړي.»

له دې سره سم، کابل د قطر د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو په هرکلي سره یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، له اسلامي امارت سره رسمي تعامل ته ورودانګي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«له نړۍوالو هېوادونو غواړو د رسمي تعامل لپاره چې د ټولو په ګټه دی عملي ګامونه پورته کړي او د افغانستان د خلکو او دولت بنسټيز حق ته درناوی وکړي.»

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا رامنځته کېدو شاوخوا ۹ میاشتې تېرېږي؛ خو لا تر اوسه د قطر په ګډون هېڅ هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه