Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان: نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي

د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان دایمي غړو د اتریش په پلازمینه ویانا کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان باید هېر نه کړل شي.

د دغه سازمان غړو په یوې اعلامیه کې د افغانستان د وضعیت او پر سیمې یې د اغېز په تړاو خبرې وکړې او همداراز یې د بشري وضعیت او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر وړاندې د وضعه شویو محدودیتونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«نه ښايي د افغانستان اوسنی وضعیت او پر سیمې یې د اغېز مسایل ساده وګڼل شي؛ بلکې د سیمې لپاره دغه وضعیت ته باید د یوه لوی ګواښ په توګه وکتل شي او داسې وانګېرل شي چې، مېلیونه افغان ښځې او نارینه د نړۍوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.»

خو اسلامي امارت بیا د دغې موضوع په ردولو سره وايي، اوس په افغانستان کې بشري او د ښځو حقونه خوندي شوي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«په افغانستان کې د بشري حقونو مسایلو په هکله د نړۍ هېوادونو له خوا په غلطه رپوټ کېږي او که چېرې ولیدل شي د بشري حقونو مسایل د تېر پرتله د ښه کېدو په حال کې دي او هېڅ ستونزه نشته.»

له دې سرسم، ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بشري حقونو په تړاو خپله ۱۵ غونډه جوړه کړي؛ خو د ښځو چارو مدافعانې بیا د افغان ښځو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې له ستراتېژۍ شکایت لري. 

د ښځو د حقونو دفاع کوونکې مولوده توانا وايي:«له بده مرغه هر ځل دغو سازمانونو په خپلو اعلامیو او ټویټونو کې د ښځو د حقونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده، په داسې حال کې چې د هغوی استازو په مستقیمه توګه له طالبانو سره لیدلي دي او د ښځو ستونزې حل شوې ه دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد منیب رسا هم په دې هکله څرګندوي:«افغانستان د لوېدیځ لپاره ښه مرکز دی او دا په دې معنا ده چې لوېدیځ به هېڅکله افغانستان هېر نه کړي، ځکه په دغه هېواد کې یې ګټې دي.»

څه موده مخکې د ښځو د حقونو د مدافع ۲۵ بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه پرانېستي لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو د څېړنې غوښتنه کړې وه.

اسلامي امارت بیا د دغې موضوع په ردولو سره وايي، اوس په افغانستان کې بشري او د ښځو حقونه خوندي شوي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه