لسګونه متقاعدینو په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د خپلو میاشتنیو حقوقو د نه تر لاسه کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.
متقاعدین زیاتوي، له څه باندې لسو میاشتو راهیسې یې تنخواوې نهدي تر لاسه کړي او له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
یو متقاعد پهدې اړه طلوعنیوز ته وايی: «لس میاشتې تېرې شوې، خو د متقاعدینو حقونه نهدي ورکړل شوي او هېڅ مالومه هم نهده چې څه به کېږي.»
یو بل متقاعد وايي: «بله لاره نهلرو. چا مو غږ وانه ورېده او دلته راغلي یوو چې لاریون وکړو. هېڅ مثبت ځواب مو نهدی تر لاسه کړی.»
د دوی په وینا، هر یوه یې څه باندې لس کاله په ملکي او پوځي برخو کې کار کړی او اوس پهدې چارې سره یې د کلونو کلونو خدماتو پر وړاندې بېغوري کېږي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې حقوق یې ورکړي.
یو لاریون کوونکی وايي: «بېروزګاري ده. موږ ډوډۍ نهلرو، د کور کرایه ورکوو. د ناروغ اولاد د ناروغۍ لپاره د یو پاکټ ګولیو د پېرلو توان نهلرو.»
طلوعنیوز په دې اړه د مالیې وزارت لیدلوری تر لاسه نهشوای کړای، خو تر دې مخکې د تقاعد خزینې ریاست ویلي وو چې دوی د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په تړاو یوه طرحه کابینې ته وړاندې کړې ده.
په دې اړه مو اندونه