Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورناستي: تقاعد مو حق دی، له حکومته خیرات نه غواړو

ځینو متقاعدینو په پلازمېنه کې د لاریون په ترسره کیدو سره یو ځل بیا له سرپرست حکومته د دوی د حقوقو د ورکړې غوښتنه وکړه.

دغه حکومتي کورناستي موږ « خپل حق غواړو» په شعار سره د  تقاعد د خزینې ریاست مخې ته راټول شوي وو او د خپلو حقوقو د نه ورکړې څخه د شکایت ترڅنګ یې د خپل بېوزله ژوند کیسې هم کولې.

دوی وایي چې په ځلونو یې خپل غږ پورته کړی دی خو د سرپرست حکومت له لوري یې د قناعت وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

متقاعد دری خان وایي: « دا دوه کاله کیږي چې مالیې وزارت او تقاعد ریاست ته راځو، هېڅ نه لرو. موږ غواړو چې زموږ حقوق راکړي، له موږ ګرځول شوې پیسې دي، موږ خیر نه غواړو.»

متقاعد شاه وزیر داسې و ویل: « دا خلک چې نن دلته راټول دي او د خپل حق غوښتنه کوي دا ټول له مجبوریته راغلي دي، دا له اسلامي امارت سره مخالفت یا پروپاګند نه دی.»

دلته د راټولو شویو سلګونو متقاعدینو له ډلې غلام ایشان وايي چې له پروانه کابل ته راغلی چې خپل د تقاعد حقوق واخلي.

دی وايي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حکومت ورته پاملرنه نه کوي.

متقاعد غلام ایشان داسې وایي: « هوا سړه ده، ټول په کرایي کورونو کې اوسي، ناروغان لري او موږ له سختو ستونزو سره مخ یو.»

متقاعد فضل احمد و ویل: « ژمۍ دی هوا سړه ده، موږ دومره پیسې نه لرو چې د سون توکي وپیرو.»

د اسلامي امارت ویاند وایي، چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې قانون د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « د متقاعدینو غږ اورېدل شوی دی او اړوندو ادارو مشرتابه پور رسولی دی او هیله من یو چې زر پرې کار وشي او دا موضوع حل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم متقاعدینو د خپلو حقوقو د اخیستو لپاره څو ځلي په کابل کې اعتراض کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه