Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي متقاعدین: ژمی راورسېد خو زموږ تنخواوې نه دي راکړل شوې

یو شمېر متقاعدین د ژمې له رارسېدو سره د ژوند له ناوړه وضیعت شکایت کوي او د اسلامي امارت څخه د تقاعد تنخواوې غواړي.

د سلګونه متقاعدینو له ډلې پایندې نیم عمر په اقتصاد وزارت کې دنده ترسره کړې، خو اوس د ژوند له بد وضعیته ناخوښه ده.

د ساړه موسم رارسېدو د دغې مېرمنې اندېښنه لاپسې زیاته کړې ده او له همدې امله نن د خپل تقاعد د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره دلته راغلې ده.

متقاعدې، پایندې، طلوع نیوز ته و ویل: « دغسې وضیعت مو دی، ناروغ هم لرم، د کوچنیو بابا د زړه عملیات کړې دی، سه شنبې ډاکټر ته ځو خو پیسې نشته.»

یوه بله متقاعده، ظریفه، وایي : « دلته راغلې یم چې د تقاعد پیسې راکړي، د کور کرایه ورکوو، ناروغ هم لرو چې تازه یې عملیات کړی دی، ترڅو به د بل دروازې ته ځم.»

بل خوا، ځینې نور متقاعدین بیا له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې پام وکړي او خبرداری یې ورکړی چې د تنخواوو د نه ورکړې په صورت کې به خپل لاریونونه به پراخ کړي.

متقاعد، عبدالخالق په دې تړاو و ویل: « ولې زموږ ته حق نه راکوي او زیاتې کوي، وړیا یې راکوي، د خدای د رضا لپاره یې راکوي او که قرض یې راکوي، خو خپلې پیسې مو دي نو ولې یې نه راکوي موږ هم د دې خاورې یو.»

متقاعد، احمد عمر په دې تړاو زیاته کړه: « موږ نه غواړو چې عامو خلکو ته ضرر ورسوو، کنه نو سړکونه مو هم بندولی شو، دروازې یې هم ماتولی شو، نور څه خو نشي کولای یا به مو بندي کړي او یا به مو وباسي.»

که څه هم اسلامي امارت، تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې مسله د دارالافتاء له څېړنې وروسته د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوې ده.

 تر دې وړاندې هم متقاعدین په ځلونو د خپلو حقوقو د نه ورکول کېد له امله واټونو ته راوتلي، خو تر اوسه یې پر غوښتنې غور نه دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه