Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دیني عالمان او مدني فعالان د عالمانو غونډه ټول ګډونه نه ګڼي

کابل کې ځينې دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان د دیني عالمانو غونډه ټول ګډونه نه بولي. دوی وايي چې د ښځو له شتون پرته به دا غونډه بې معنا وي.

تر اوسه روښانه نه ده چې په کابل کې د دیني عالمانو په غونډه کې به ښځې ګډون ولري او کنه؟.
             
د پوهنتون استاده بي بي امري وايي:«ښځې له ځانګړو حقونو برخمنې دي او ښځينه او نرینه علما، د منبرونو او جوماتونو له لارې د ښځو د حقونو په هکله د اطلاع رسونې په برخه کې بنسټيز رول لري چې ښځې وکړای شي په بشپړه توګه د خپلو حقونو په هکله خبرې شي.»

د علماوو د نهضت غړي محمد سرور سروري هم وویل:«په دغې غونډه کې که چېرې له بېلابېلو طبقو لکه د دین عالمانو، مخورو او نورو برخو سره مشوره ونه کړي، خدای مه کړه داسې حالت به شي چې د کابو کولو او د افغانستان د خلکو د زغم به نه وي.»
         
دغه دیني عالمانو او د مدنې ټولنې فعالانو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره له سرپرست حکومته غواړي چې په دې غونډه کې د دیني عالمانو او ښځو د ګډون لار هواره کړي.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي دي:«هغه غونډه چې د ښځو له حضور پرته جوړه شي د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو په هکله پرېکړې کېږي عادلانه به نه وي. مدني ټولنه او مدني ټولنې پورې اړوند ښځینه او نرینه دیني عالمان چې په سیاست کې دخیل نه دي چې د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د نښلوونکي پله په توګه کړنه کوي په دغې سراسري لویې جرګه کې یې حضور اړین دی.»

بل خوا یو شمېر هېوادوال هم په دې تړاو ځينې غوښتنې لري.
        
د کابل اوسېدونکي محمد جاوېد وویل:«په هېواد کې هېڅ کار و بار نشته، باید پر دې موضوع خبرې وشي؛ زموږ خویندې او میندې هم اوس بې کاره دي نه کار شته او نه هم روزګار.»

د ګردیز اوسېدونکی محمد اسلام سنجر وايي:«موږ هیله لرو چې د دغې غونډې پایله د افغانستان د خلکو په ګټه وي چې دا غونډه وکړای شي د خلکو ټولې ستونزې حل کړي او موږ هم وکړای شو چې خپل اعتبار په دا ډول غونډو ثابت وساتو.» 

نړۍوالې ټولنې د سرپرست حکومت په رسميت پېژندل بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي پورې تړلي بللي دي.
              
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه