د بښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په یوه راپور کې وویلي، دا مهال په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو ژوند له ویجاړۍ سره مخ دی.
په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت د نړۍوالو اندېښنو په لړ کې د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا په یوه راپور کې په تېر څه کم یو کال کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت څېړلی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان مشرې اگنس کالامار ویلي:«پر افغانستان د طالبانو په څه کم یوکلنۍ واکمنۍ کې د هغوی سختو سیاستونو مېلیونونه ښځې او نجونې د خوندي او خپلواک ژوند له لرلو بېبرخې کړې دي.»
په دې راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته ښځې او نجونې د کار او زدهکړو له حقه لېرې پاتې شوې دي.
د ښځو د حقونو فعاله طاهره ناصري وايي: «نږدې یو کال کېږي چې د افغان ښځې او نجونې له لومړنیو او انساني حقونو بېبرخې دي. هېڅ افغان ښځه او نجلۍ نهده توانېدلې چې په یوه کال کې خپلو زدهکړو، سیاسي فعالیتونو او ټولنیز ګډون ته لاسرسی ولري.»
دې بنسټ له نړۍوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو او د دې سازمان له امنیت شورا غواړي چې د یوې پیاوړې کړنلارې په جوړولو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د اسلامي امارت له راتګه وروسته په هېواد کې له هر اړخه د بشري حقوو وضعیت ښه شوی دی. د خلکو وژنه درول شوې ده، خلک له زور، ظلم او غصب سره مخامخ نهدي.»
د بښنې نړۍوال سازمان د تېر کال له وږي میاشتې د سږکال تر غبرګولې میاشتې پورې د هېواد په شلو ولایتونو کې له نوي ښځو او یوولسو نجونو مرکې کړي دي.
په دې اړه مو اندونه