د پنجشېر ولایت سیمه ییزو چارواکو د مقاومت په نوم جبهې له خوا د اسلامي امارت تر ۴۰ د زیاتو ځواکونو د وژلو او نیولو خبر رد وي.
د پنجشېر د والي ویاند د دغه ولایت د «درې ولسوالۍ» پر ځینو برخو د څو توغندويي بریدونو پخلی کوي، خو د مقاومت په نوم جبهې له خوا د ځینو کلیو نیول او د اسلامي امارت ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړول او د هغوي نیول ردوي.
د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وویل:«دا په بشپړه توګه یوه ناسمه ادعا ده یوه کاذبه ادعا ده، د اسلامي امارت ځواکونه د پنجشېر په ټولو ولسوالیو کې مېشت دي او یوازې تېره شپه څو توغندي د مخالفو ځواکونو له خوا په دره کې لګېدلي وو او توغول شوي وو چې ځاني مرګ ژوبله نه لري.»
تر دې وړاندې دغې جبهې د یو لړ تصویرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې له دوی سره په جګړه کې د اسلامي امارت لس سرتېري وژل شوي او لسګونه نور یې اسیر نیولي دي.
دغه انځورونه د مقاومت جبهې د ویاند صبغت احمدي له لوري خپاره شوي وو.
له بلې خوا، په دې اړه بېلابېل نظریات ورکړل شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وویل:«د نظام او حکومت مخالفین که څه هم شمېر یې کم وي او جغرافیه یې کوچنۍ وي، اړتیا ده چې د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه له دوی سره حل شي.»
د پوځي چارو کارپوه سرور نیازي هم څرګندوي:«د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل لار دا ده چې ټولې ښکېلې خواوې په یوه ټغر کېني او د افغانستان په برخلیک یوه ګډه او ملي پرېکړه وکړي.»
له دې مخکې هم د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتو په اړه رپوټونه ورکړل شوي؛ خو اسلامي امارت تل په پنجشېر کې پوځي نښتې رد کړې دي.
په دې اړه مو اندونه