یو امریکایي پانګه وال په پنجشیر ولایت کې د زمردو کانونو د راویستنې په برخه کې د لس میلیونه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.
د پنجشیر والي د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په څه باندې ۵۰۰ کانونو کې د زمردو د راویستنې چارې روانې دي او اوس د زمردو ۴۰ نور کانونه هم کشف شوي دي.
د پنجشیر والي، محمد اغا حکیم و ویل: «د شرکت استازي دلته راغلی او موږ سره یې لیدنه کړې او ویلي یې دي چې پرمختللي وسایل راوړو او دا کانونو د اصولو سره سم کېندو.»
د مسوولینو په خبره، اوس مهال د پنجشیر د زمردو په کانونو کې له پنځو تر اووه زره کسان د کان کیندنې په چارو بوخت دي.
ځینې دغه کارګران وایي چې د پرمختللو وسایلو نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې مهال د کانونو د رالویدو اټکل یې ژوند ګواښي.
پنجشیر کې د زمردو د یوه کان د څارنې مسوول، محمد امان طلوع نیوز ته و ویل: «خلک هیله من دي چې دا ستونزې حل شي، پرمختللي وسایل نشته،روغتیایي ټیمونه او اکسیجن نشته او په کانونو کې ډبرې لاندې راځي.»
کارګر، تیمور شاه و ویل: «له دې زمردو به ټولو افغانانو ته ګټه رسیږي که هغه سوداګر وي او که عادي افغان وي.»
د پنجشیر د والي د مالوماتو پر بنسټ، تراوسه د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت را ویستل شوي زمرد پلورل شوي چې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید یې د دولت خزانې کې ورزیات شوي دي.
د نوموړي په خبره، تمه ده نږدې راتلونکي کې په دغه ولایت کې د یاقوتو او سرو زرو کانونه هم د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري قرارداد شي او د وسپنې پر کان هم کار روان دی.
په دې اړه مو اندونه