Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کانونو وزارت: د پنجشېر یوه اندازه زمرد په ۱۱۷ زره ډالر پلورل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د پنځم ځل لپاره یې د پنجشېر له کانونو را اېستل شوي یوه اندازه زمرد د دواطلبۍ له لارې د څه باندې ۱۱۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

دغه وزارت وايي چې، د پنجشېر د زمردو د کان د پنځو پړاونو کېندنې او په دواطلبانه ډول د هغوی د پلور په پایله کې څه باندې یو میلیون او ۵۰۰ زره امریکايي ډالر لاس ته راغلي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې اوس د پنجشېر سلګونه اوسېدونکي په قانوني بڼه د زمردو د کانونو په کېندنه بوخت دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان، طلوع نیوز ته وویل: « تر دې مهاله پنځه ځله په دواطلبانه توګه پلور ترسره شوی دی او تېره ورځ شاوخوا ۲ زره او ۵۹ قیراطه زمرد اېستل شوي دي، چې د واطلبۍ له لارې د ۱۱۷ زره او ۷۰۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت وپلورل شول.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د پنجشېر اوسېدونکو ته د کاري زمینې د برابرېدو ترڅنګ د زمردو د کان قانوني کېندنه د اقتصادي ودې لپاره ګټوره بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند وویل: « دا چې د قانون په چوکاټ کې وي دا ډېره مهمه ده او بله دا چې څنګه د پنجشېر کانونه په هغه ډول چې اړینه ده و اېستل شي .»

د چارو یو شمېر شنونکي بیا د قیمتي ډبرو ښه بازار ته په اشارې سره پر دې باور دي چې د زمردو ترڅنګ د قیمتي ډبرو معیاري کېندنه به د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي په دې تړاو  وویل:« باید په ښه ډول سره یوه تګلاره جوړه شي او د اېستلو بهیر دوام وکړي او دغه قیمتي ډبرې کولای شي د افغانستان پر اقتصاد مثبتې اغیزې ولري.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، په پنجشیر کې د زمردو یو زر او ۲۰۰ کانونه تثبیت شوي او د دغه وزارت له لوري کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته اجازه ورکړ شوې چې د ۴۰۰ کانونو پر کېندنه کار وکړي.

دغه وزارت ټینګار کوي چې د زمردو د کانونو د کېندنې بهیر په جدي توګه د مسوولینو له لوري څارل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه