Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له زده کړو د ښځينه زده کوونکو پر محرومیت د سیګر اندېښنه

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګر په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان د نجونو د ښوونځیو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې، د نجونو پر زده کړو محدودیتونو تر اوسه بدې پایلې لرلي او له امله یې د نجونو زده کوونکو شمېر ورسره خورا راکم شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ:«د افغانستان روزنیزو بنسټونو او د مدني ټولنې ۶۹ فعالینو موږ ته ویلي چې، متوسطو او لېسو ته د نجونو زده کوونکو د تګ له منعه کېدو سربېره لګول شویو محدودیتونو او د طالبانو متفاوتې تګلارې نامطلوبه پایله لرلې او په ټوله کې ورسره په ښوونځیو کې د نجونو حضور کم شوی دی.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الله جامع وايي:«د نجونو د ښوونځیو په هکله له شپږم تر دولسم ټولګي د خلاصون په هکله باید ژر تر ژره اقدام وشي.»

له بل لوري د بشری حقونو څار بنسټ د ښځو د حقونو مرستیالې د اروپا د پارلمان د بهرنیو چارو په کمېټه کې ویلي، افغانستان یوازنیی هېواد دی چې، نجونې په کې له زده کړو محرومې دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو مرستیاله هیدر بار وايي:«۴۰۰ مه ورځ ده چې طالبانو نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي، په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې نجونې په سیسټماټیکه توګه له زده کړو او ښځې له کاره منع کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی حسن حقیار په دې هکله وویل:«د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو پرانیستل یو شرعي امر، دیني فریضه، د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه او یوه مهمه اړتیا ده.»

د متوسطو او لېسو یو شمېر زده کوونکې نجونې له اسلامي امارته غواړي چې، ښوونځي یې پر مخ پرانیزي.

زده کوونکې سحر وايي:«د ښوونځیو دروازې یې پر موږ وتړلې، له اسلامي امارته زموږ غوښتنه د اده چې هیله ده د افغان جونو پر مخ دروازې پرانیزئ.»

بله زده کوونکې پروین هم څرګندوي:«له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې د افغانستان د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، چې موږ وکړای شو درس ووایوو او پرمختګ وکړو.»

تر دې مخکې اسلامي امارت د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکړی؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، څه وخت به د نجونو دغه پاتې ښوونځي پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه