د نومبر د اوولسمې یا د زدهکړیال له نړۍوالې ورځې سره جوخت، یو شمېر زدهکړیالان وايي، په پوهنتونونو کې د استادانو له کمښت سره مخ دي او همداراز پهدې بنسټونو کې مسلکي استادان هم کم شوي دي.
د دوی په وینا، دې مسالې د دوی پر درسي چارو منفي اغیز کړی دی.
یو زدهکړیال محمد رضا زیاتوي: «زموږ تر ټولو ستزه ستونزه دا ده چې اوس موږ په افغانستان کې ښه استاد نهلرو.»
یو بل زدهکړیاله پهدې اړه طلوعنیوز ته زیاتوي: «له اسلامي امارت دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې د ښځو په مخ پرتې ستونزې او ننګونې لرې کړي.»
له بل لوري د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي، ډېری زدهکړیالان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له همدې امله نشي کولی په عادي ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د پوهنتون استاد محمد ظاهر حلیمي وايي: «بېانګېزهتوب، کډوالي، اقتصادي ستونزې او نور موارد و چې چې نوی نسل په تېره ځوانان یې له ستونزو سره مخ کړل.»
د پوهنتون یو بل استاد مصطفی ابراهیمي زیاتوي: «اړتیا ده چې په هېواد کې ټول اغېزناک بنسټونه لوړو زدهکړو وزارت او ټول سازمانونه، د دولتي او خصوصي پوهنتونونه ملاتړ وکړي.»
لوړو زدهکړو وزارت بیا د هېواد د روزنیز نظام ښه والي لپاره د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.
ورته مهال د لوړو زدهکړو وزارت ضیا الله هاشمي وايي: «موږ کوشش کوو چې د پوهنتونونو د لابراتوار او کتابخانو د تطبیقي څېړنو او عملي کنفرانسونو، کورنیو او بهرنیو خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ همغږي پیدا او یا هم ډېره کړو.»
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د مالوماتو له مخې، دمګړۍ په هېواد کې څه باندې سل دولتي او خصوصي پوهنتونونه فعال دي او پهکې د نجونو په ګډون زرګونه زدهکړیالان پر زدهکړو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه