پوهنتونونو ته د نجونو زده کړیالانو پر تګ د بندیز په اړه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له څرګندونو یوه ورځ وروسته، په هېواد کې یو شمېر دیني عالمان دغه څرګندونې د نه منلو ګڼي.
د مسلمانو عالمانو د نړۍوالې ټولنې یو غړی پهدې تړاو وايي، د حجاب له مراعاتولو سره پوهنتونونو ته د نجونو تګ هېڅ شرعي ستونزه نهلري.
د مسلمانو عالمانو د نړۍوالې ټولنې فضل الهادی وزین وايي: «په جلا لیلیو کې د نجونو شتون د سرپرستي د لوړو زدهکړو وزارت کوي، له اسلامي سره هېڅ ډول ټکر نهلري، په شریعت کې هېڅ نهدي ویل شوي چې ښځې نهشي کولای په یوه جلا ځای او جلا لیلیه کې ژوند وکړي.»
دیني عالم حسینی زیاتوي: «د پوهنتونونو تړل کېدل کولای شي د افغانانو او ملت راتلونکې کې یو نه جبرانېدونکی زیان پرېږدي.»
له دې سره سم، یو شمېر زده کړیالانې بیا وايي، اسلامي امارت ته نه ښايي چې، له دوی د زده کړو حق واخلي او په وینا یې د ښوونځیو او د پوهنتونونو دروازې باید ژر تر ژره د نجونو پر مخ پرانیزي.
زدهکړیاله حسنا زیاتوي: «موږ نجونې څه ګناه لرو، څه ګناه مو کړې، موږ له اسلامي امارته خپل حق غواړو، په ډېرې سختۍ سره مو تحصیل کړی او زیار مو ایستلی، زموږ راتلونکی څه کېږي، زموږ راتلونکی دې په نظر کې ونیسي.»
زدهکړیاله سکیلا امیري وايي: «د هغوی له قانون سره سم موږ ځانونه برابر کړل، دلته خپله هم راغلي وو، ښه ده چې پوهنتونونه بند نهکړي او موږ وکولای شو، خپلو زدهکړو ته دوام وکړو.»
د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «هیله ده چې طالبان پر خپل صادر شوي امر بیا کتنه وکړي او د ټولو نجونو لپاره د پوهنتونو او ښوونځیو دروازې بیا پرانیزي.»
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په دې هکله وايي، د ښځینهوو د تعلیم په برخه کې چې اسلامي امارت کومې لارښوونې کړې وې، نهدي عملي شوي.
نوموړي له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې د حجاب نه مراعاتول، د نجونو او هلکانو د ټولګیو یو ځایوالی، په لیلیو کې د نجونو زده کړیالانو اوسېدل او نجونو ته د مناسبو روزنیزو څانګو نشتوالی په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډېدو اصلي لاملونه په ګوته کوي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: «اوسنی نصاب چې د پوهنتونونو دی، تقریباً ۱۶۰ رشتې لري، پهدې کې بعضې داسې رشتې وې چې هغه د دې اناثو طبقې د دې شان سره، د دوی د عزت او وقار سره او له افغاني کلتور سره سر نه خوړ چې په هغې کې لکه د انجنیرۍ اړخ دی یا د زراعت اړخ دی.»
لوړو زدهکړو وزارت د سهشنبې په ورځ په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو د ځنډېدو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړه. د دغه وزارت د سرپرست په وینا، که دغه مسایل حل شي؛ نو بیا ښايي د پوهنتونونو دروازې د نجونو زده کړیالانو پر مخ پرانېستل شي.
په دې اړه مو اندونه