د غیر دولتي ځينې کارکوونکو او ښوونکي وايي چې د کار او پوهنتونونو ځنډولو، ښځې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.
دغه ښځې له اسلامي امارته غواړي چې د کار ځنډولو او د ښځو او نجونو د زده کړو د ځنډولو پر پرېکړې بیاغور وکړي.
سیما محمدي چې، له شلو کلونو راهیسې په یوه خصوصي بنسټ کې کار کوي وايي، د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ د نفقې برابرونکې ده او په وینا یې که وزګاره شي؛ نو کورنۍ به یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
هغه وايي:«که چېرې یوه مور په خپله اقتصادي خپلواکي ولري او کار وکړي فکر نه کوم چې اولاد یې د ګدا په څېر د سړک په سر ګدايي وکړي او یا دا چې ماشوم چې اصلاً د کار وخت یې نه دی او درانه کارونه وکړي او د یوه کارګر په توګه کار وکړي.»
له دې سره سم، ماریا چې، په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو له ځنډېدو وروسته په هېواد کې د ښځو راتلونکې ته اندېښمنه ده.
ماریا په دې هکله زیاته کړه:«ښځینه طبقه چې د ټولنې نیم بدن دی نالوستې پاتې کېږي دویمه دا چې موږ حیران پاتې یوو خپله نفقه له کومه کړو دا ژوند څه ډول خته بوځوو؟»
بلخوا د ښځو د حقونو ځینې فعالینې وايي، اسلامي امارت باید ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي څرګندوي:«افغان مېرمنې باید د بشري ځواک په توګه د نارینه وو ترڅنګ د افغانستان د چارو د مخته بیولو لپاره ونډه ورکړل شي.»
د ښځو د حقونو بله فعاله مریم رویش هم وايي:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې ښځو ته دې د کار او فعالیت زمینه برابره کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د ښځو له کاره مخنیوی به په هېواد کې د فقر کچه لاپسې لوړه کړي.
د اقتصادي چارو شنوونکي سید مسعود وویل:«یوه له تعجب انګېزو، اندېښمنوونکو او اغېزمنمنونکو حرکاتو څخه دي چې د یوې میاشتې په لړ کې د ښځو په وړاندې شوي دي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی دریا خان بهیر هم وايي:«دا چاره به د دې لامل شي چې نړۍوالې موسسې به په افغانستان کې خپل دفترونه وتړي چې دا به د افغانستان مات اقتصاد پر بند به کلک ګوزار وي.»
د ویلو ده چې، اقتصاد وزارت په یوه رسمي مکتوب سره له ټولو کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو غوښتي چې، د ښځینه کارکوونکو کارونه متوقف کړي او هر هغه بنسټ چې، له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي؛ د فعالیت جواز به یې لغوه کړي.
په دې اړه مو اندونه