د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنې محمد سره په لیدنه کې، په افغانستان کې ملي خبرې اترې یوه اړتیا ګڼي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله تېره ورځ (سې شنبې) له یوه پلاوي سره کابل ته راغله.
د دغه پلاوي له رارسېدو سره سم، د دغه سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق په یوې خبري غونډه کې افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر په اړه جزییات ورکړل.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي:«د ملګرو ملتونو د سرمنشي په استازولۍ، د هغه مرستیاله امنه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجراییه مدیره سیما باهوس او همداراز په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي خالد خیاري د افغانستان د وضعیت په تړاو او همداراز د افغان نجونو او ښځو له حقونو د ملاتړ، همپالنې، او پراختیا په برخو کې په ټول خلیج، آسیا او اروپا کې په جدي توګه بحثونه پیل کړي دي.»
ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې سره په لیدنه کې په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي د نه منل کېدو له امله نیوکې کړې دي.
امیرخان متقي ویلي:«د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه شوې وه چې د اسلامي امارت مشران به له تور نوملړه وایستل شي خو تراوسه ایستل شوي نه دي.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود هم څرګندوي:«افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې سفر له ژمنو او وعدو پرته نه شي کولای چې د افغان ښځو د وضعیت لپاره ګټور وي.»
خو افغانستان ته د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو د چارواکو سفر څه ګټې لري؟
د پوهنتون استاد شېرآغا بیانزی وايي:«اسلامي امارت دې کوښښ وکړي چې له نړۍ سره تعامل وکړي او دا د هر افغان وګړي قانوني حق دی او په ټوله نړۍ دی چې درس ووايي، کار وکړي او خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي.»
دا په داسې حال کېد ه چې د افغانستان لپاره د جرمني سفارت هم په یوه ټویټ کې کابل ته د دغه پلاوي له سفره هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، هېڅ هېواد د خپل نیمايي نفوس په محرومولو سره پرمختګ نه شي کولی.
په دې اړه مو اندونه