د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، که په مرستندویه بنسټونو کې ښځو ته د فعالیت اجازه ورنهکړل شي، د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ به د فعالیت توان و نهلري.
د ملګرو ملتونو مرستیال مارټین ګرېفټس افغانستان ته د خپل سفر موخه په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کارونو د ځنډېدو حلېدل په ګوته کوي.
مارټین ګرېفټس زیاتوي، په غیردولتي بنسټونو کې د ښځو د کار ځنډېدو، ملګري ملتونه له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو مرستیال مارټین ګریفټس وايي: «که و نه توانېږو چې ښځې بېرته کارونو ته راستنې کړو چې یو شمېر یې دمګړۍ په دوو سکټورونو کې چې نومونه مې واخیستل او موږ یې د پراخ ګډون غوښتونکي هم یوو؛ خو که چېرې نورو بنسټونو ته ستنې نه شي؛ نو موږ به د خپلو فعالیتونو ترسره کولو جوګه و نه اوسو؛ ځکه موږ نهشو کولی مناسب خدمات چې موږ ورته اړتیا لرو هغه وړاندې کړو او دا یوه عملي موضوع ده.»
د ملګرو ملتونو مرستیال زیاتوي، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو بودجه ۴ اعشاریه ۶ مېلیارده ډالره ده او دا په نړۍ کې د بشري پروګرامونو تر ټولو لوی پروګرام ګڼل کېږي او که چېرې د مرستې رسونې بهیر ترسره نشي؛ نو ۶ میلیونه کسان به له شدېدې قحطۍ سره مخ شي.
مارټین ګریفټس وايي: «موږ دومره وخت نهلرو چې شاتګ وکړو. یوازې پر پرمختګ ټينګار لرو او پر مختګ ښځو ته اجازه ورکړه ده چې هغو ته اړتیا لرو. په افغانستان کې بشري مساله د نړۍ په کچه تر ټولو مهمه مساله ده. تاسو د همدې مسالې له امله د سفرونو شاهدان یاست.»
خو اسلامي امارت بیا د ملګرو ملتونو د مرستیال د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، په هغو بنسټونو کې چې د ښځو کار ته اړتیا ده؛ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار اجازه لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد زیاتوي: «هغه غیر ضروري برخې چې له شرعي احکامو سره په ټکر کې وي او باید زموږ د ټولنې او هېواد قوانینو ته باید ارزښت ورکړي او خپل فعالیتونه داسې چمتو کړي چې زموږ د هېواد له قوانینو سره برابر وي.»
د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب رسا وايي: «د ملګرو ملتونو سازمان چې د دویمې نړیوالې جګړې د ګټونکو له لوري رامنځته شوی، د جوړېدو له وخت نه تر اوسه پورې یې یوازې د ښځو حق په اړه یوازې شعارونه ورکړي، خو په عملي ډګر کې یی بل څه ثابت کړي.»
تر دې مخکې اقتصاد وزارت طلوع نیوز ته ویلي وو چې، له مرستندویانو سره یې غونډې کړي؛ څو ورسره په غیر حکومتي بنسټونو کې د ښځو کارونه بیا پیل شي.
په دې اړه مو اندونه