Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واورې ورېدو له کبله په لویو لارو کې ننګونې

د وروستیو واورو د اورښت له امله، په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر لویې لارې د تګ-راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د ټولګټیو وزارت وایي، چې د غور، بامیان، دایکندي، فراه او سرپل ولایتونو ځينې لارې په لنډمهالې توګه بندې شوې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي: «په غور کې د واورې اورښت دوام لري، بند بنګک او بند بایان مسیرونه د ډېرې واورې او توپان له کبله د لنډمهال لپاره تړل شوي دي. د بامیانو حاجي ګک کوتل، یکاولنګ، شاتو، اب قل، کرمان او پل ورس، اقراباط کوتل او قناق کوتل سیمې د ډېرې واورې د اورښت او شدید توپان له کبله د تګ-راتګ پر مخ بند دي.»

بل خوا، د واورې پرلپسې ورېدو لویې لارې او کوتلونه د تګ راتګ پرمخ بند کړي دي او هېوادوال د هېواد په بیلابیلو سیمو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه مسافر د کندهار- کابل پر لویه لارد واورې ورېدو له امله اېسار پاتې دي.

له کندهاره کابل ته پر لار یو مسافر وايي: «له کندهاره مو کابل ته سفر کاوه چې په وردګو کې درې ساعته کېږي، بند یوو.»

له کندهاره کابل ته پر لار یو بل مسافر وايي: «له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې د لارې په پرانیستلو کې مرسته وکړي، دا درې ساعتونه وشول چې لاره بنده ده.»

خو پر کابل د واروې د سپین څادر غوړېدو، ځوانان پر ژمنیو لوبو بوخت کړي دي. د کابل اوسېدونکې وایي، له ژمنیو لوبو خوند اخلي او په‌دې سره خپلې اندېښنې لرې کوي.

د کابل اوسېدونکی حبیب‌الله وايي: «له ډېر وخت وروسته واوره وورېدله، دلته له ملګرو سره راغلو، یو ساعت مو واوره جنګي وکړه.»

د کابل یو بل اوسېدونکی احمد ضیاء وايي: «د خوښۍ وړ ده، ځکه چې واوره ده او په ازاده هوا کې زموږ ساعت تېرېږي همداراز کار مو هم کېږي.»

د ټولګټو وزارت په لویو لارو کې له ټولو مسافرو غواړي، چې د سفر پرمهال په ژمنیو وسایلو سمبال و اوسي. د دې وزارت مسوولان وایي، د سالنګ لویه لاره یوازې د ټېلري موټرو پر مخ تړلې ده او نور موټرونه د زنځيرونو په تړلو سره تګ راتګ کولای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه